د افغانستان د غالیو اوبدلو ټولنه وايي، په ټول هېواد کې تر یو میلیون ډېر کسان د غالیو په صنعت کې بوخت دي او هر کال شاوخوا یو میلیون متر مربع افغان غالۍ نړیوالو بازارونو ته صادرېږي. د یادې ټولنې په وینا، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره سره، د غالیو صادرات بېرته عادي شوي او په نړیوالو بازارونو کې یې خپل ځای ساتلی دی. د دې ټولنې مسوولین وايي، د افغانستان غالۍ د لوړ کیفیت، ښکلو او طبیعي رنګونو له امله په نړیواله کچه شهرت لري او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي.































