جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

افغان سوله؛ طالبان له خپلو مشرانو سره د بین الافغاني مذاکراتو پر پيل مشورې کوي

مارچ 19, 2019
in افغانستان
0 0

وسله والو طالبانو له امریکا سره تر خبرو او ځینو لومړنیو هوکړو وروسته، اوس د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیاری پيل کړی دی. د راپورونو له مخې، طالب مشران دمګړۍ په دې اړه په سلا مشورو لګیا دي، چې بین الافغاني مذاکرات څه ډول او له کومه ځایه پیل کړي. بل پلو د سولې عالي شورا بیا وايي چې د افغانستان روانه جګړه د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده او طالبانو ته پکار ده، چې له افغانانو سره مخامخ خبرو ته تیاری وښيي.

وروسته له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په شپاړس ورځنیو مذاکراتو کې پر ځینو مسایلو لومړنۍ هوکړې رامنځ ته شوې دي، اوس دغه ډله پر دې لګیا ده چې څه ډول بین الافغاني مذاکرات پيل کړي. وسله والو طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دوی مشران د بین الافغاني مذاکراتو پر څرنګوالي بحثونه پيل کړي دي او موخه یې دا ده، چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په راتلونکې غونډه کې د قطر د تېرې غونډې پر توافقاتو لاسلیکونه کېږي او له دې امله چې یاد توافقات نهايي دي، اوس طالبانو له خپلو مشرانو سره د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو سلا مشورې پیل کړې دي. د سرچینې په خبره، تر اوسه د طالبانو دغه سلا مشورې نهايي نه دي، چې راتلونکې ناسته کې به له حکومتي استازو سره خبرې وکړي او که نه.

بل پلو د دوحې د راتلونکې غونډې ګډونوال ملا عبدالسلام ضعیف وایي، طالبان له امریکا سره هوکړې لاسلیکوي او اوس د بین الافغاني مذاکراتو لپاره سلا مشورې روانې دي. ضعیف ویلي: ((طالبان  به هم له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي، دغه راز افغان حکومت به هم له سیاسیونو او خلکو سره خبرې کوي. له سلا مشورو وروسته به هر لوری خپله پرېکړه کوي)).

بل پلو د مسکو بین الافغاني ډیالوګ دویمې ناستې په تړاو ویل کېږي، چې دغه ناسته به د اپرېل پر لسمه په قطر کې جوړه شي او ټاکل شوې چې په دې ناسته کې به د افغان سیاستوالو یو لوی هیئت هم ګډون وکړي. د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان وايي، دغه غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده، خو په اړه یې ځینې اندېښنې شته دي. عرفان زیاتوي: ((د سولې له خبرو دې افغان حکومت او افغانان خبر وي. دوی ته باید معلومات ورکړل شي او په دې توګه دې شفافیت رامنځ ته شي. دا د افغانستان د حکومت او افغانانو لپاره مهمه ده)).

بل پلو د سولې عالي شورا بیا وایي، چې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ د بین الافغاني ډیالوګ په دویمه ناسته کې، د ګډون لپاره باید حکومت خپل استازي مشخص کړي. د سولې عالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد وايي، هیله لري چې افغان حکومت د مذاکراتو په دې پړاو کې ګډون وکړي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه داسې مهال د سلا مشورو د پيلولو خبره کېږي، چې ټاکل شوې په راتلونکې میلادي میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پيل شي. تېره ورځ طالب سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو شپږم پړاو د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې د خبرو په دغه پړاو کې به رامنځ ته شوې مسوده لاسلیک شي او عملاً به د جګړې د پای او مذاکراتو د دوام لپاره ګامونه اوچت کړل شي. افغان حکومت لا هم ټینګار کوي چې د سولې خبرې باید د افغانانو ترمنځ او  د افغانانو په مشرۍ ترسره شي، خو طالبان وایي چې تر هر څه لومړی باید د جګړې بهرنی اړخ له منځه یوسي.

Tags: featured
Share171Tweet24Share10

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In