شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

افغان سوله او د ټرمپ نوی دریځ؛ شنونکي: امریکا به له نویو لارو له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي

سپتمبر 16, 2019
in افغانستان
0 0

له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، ټرمپ تازه څرګندونې کړې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره نورې لارې هم موجودې دي. ټرمپ د تېرو څرګندونو په پرتله تازه په یوه نسبتاً نرم ټوېټ کې ویلي، چې طالبانو خپله تېروتنه درک کړې، پر خپل کار پښېمانه شوي او له دوی سره د خبرو لپاره نورې لارې هم شته دي. د چارو شنونکي او پخواني طالب چارواکي بیا وایي، د ټرمپ له وروستي دریځه داسې ښکاري، چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې خبرو بېرته پیلول غواړي.

ټرمپ په دې وروستیو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ډول ډول څرګندونې کوي. له دې سره هممهاله طالبان هم په مسکو کې دي او هلته یې له روسي چارواکو سره د افغان سولې پر مسئله خبرې کړې دي. بلخوا افغان حکومت هم د سولې د هڅو په اړه متفاوت دریځونه خپلوي. د ولسمشر غني ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې د هر ډول هڅو درولو امر یې کړی او د حکومت ټول تمرکز پر ټاکنو دی.

خو سره له دې داسې ښکاري چې ټرمپ غواړي له طالبانو سره خبرې بېرته پيل کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په تازه ټوېټونو کې ویلي وو، طالبان تر بل هر وخت سخت ځپل شوي دي. د ده په خبره، د طالبانو ځپل به دوام ولري، خو دغه ډله اوس پښېمانه شوې ده او له دوی سره د سولې لپاره نورې لارې هم شته دي. ټرمپ زیاته کړې: ((طالبان تر اوسه دومره سخت نه وو ځپل شوي، لکه اوس چې ځپل کیږي. د یوه ستر امریکايي سرتیري په ګډون د ۱۲ کسانو وژل ښه فکر نه و. د مذاکراتو پرمخ بیولو لپاره نورې ښې لارې شته. طالبان پوهیږي چې ډېره ستره تېروتنه ترې شوې ده، خو اوس نه پوهیږي چې څنګه یې جبران کړي)).

ټرمپ په خپل ټوېټ کې ټینګار کړی چې طالبان پر خپله تېروتنه پوهېدلي دي، خو اوس یې د جبرانولو په لارو چارو پسې ګرځي. ده له طالبانو سره د سولې د خبرو د نوو لارو یادونه هم کړې ده، خو دغه لارې یې نه دي مشخصې کړې او نه یې هم ویلي چې څنګه غواړي له طالبانو سره مذاکرات وکړي.

که څه هم د ډونالډ ټرمپ په وروستي ټویټ کې له طالبانو سره په څرګنده د سولې د خبرو یادونه نه ده شوې، خو د چارو شنونکي وایي، د ده له وروستي دریځه داسې ښکاري چې له طالبانو سره د خبرو لپاره پر نویو لارو چارو غور کوي. پخوانی طالب چارواکی جلال الدین شینواری وایي، د جګړې ټول ښکېل لوري پر دې پوهېږي چې افغان جګړه له نظامي لارو د حل وړ نه ده او باید پر سیاسي لارو چارو یې غور وشي. نوموړي زیاته کړې: ((امریکایان پرته له دې چې مذاکرات وکړي او افغان جګړې ته د مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېږدي، بله هېڅ لاره نه لري. ښايي ټرمپ دا پرېکړه چې له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړي، د احساساتو په حالت کې نیولې وي او بېرته له خپلو څرګندونو پښېمانه شي. په دې توګه به بېرته د طالبانو او امریکا تر منځ اغېزناکې خبرې پيل شي)).

د ولسي جرګې غړي هم پر دې باور دي چې باید د سولې دروازې ونه تړل شي او تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته دې ژر تر ژره د سولې مذاکرات بېرته پيل شي. د ولسي جرګې غړی شیر محمد اخندزاده وايي: ((هیله مو دا ده چې د سولې د مذاکراتو دروازه و نه تړل شي. تر ټاکنو وروسته دې بېرته په دې اړه هڅې پيل شي. د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي)).

له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو د ټرمپ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی اوس هم د مسکو په سفر بوخت دی او ویل کیږي پر روسیې سربیره به چین او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

Tags: featured
Share24Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In