د امریکا د خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ د ایران د ملاتړ په تور په هند او ترکیه کې پر یو شمېر شرکتونو او اشخاصو نوي بندیزونه ولګول. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې د ایران د حکومت د هر ډول ملاتړ کوونکي شخص یا بنسټ پر وړاندې به د بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي. دا بندیزونه د ډونالډ ټرمپ د ادارې د «اقتصادي انزوا عملیاتو» برخه بلل کېږي، چې موخه یې د ایران د تېلو د پلور مخنیوی او د دغه هېواد د هغو مالي سرچینو بندول دي، چې د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د جګړې د لګښتونو د برابرولو لپاره کارول کېږي.































