د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سیاسي او سولې چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري دیکارلو سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د همکارۍ، بشري مرستو او راستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو په اړه خبرې شوې او د افغان کډوالو د دوامدار بیا ادغام لپاره د ګډو او همغږو هڅو پر ارزښت ټینګار شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، د اقلیم بدلون، اوبو، سیمهییز وضعیت او د افغانستان د ځانګړو اړتیاوو په اړه هم بحث شوی دی. دواړو لوریو د دوحې بهیر په تړاو د نویو فرصتونو د موندلو پر څرنګوالي او د عملي پایلو لرونکو همکاریو پر اهمیت هم خبرې کړې دي.































