د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې لوږه او خوارځواکي مخ په پراخېدو ده. دغه دفتر راپور ورکړی، چې ځینې کورنۍ د دې لپاره چې خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي، خپلې خوراکي وعدې یې کمې کړې دي. اوچا زیاته کړې، چې د مالي سرچینو د کمښت له امله د هغو کورنیو شمېر هم کم شوی، چې د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کولی شي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې زیانمنې کورنۍ یوازې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا نه لري، بلکې باید د اوږدمهاله معیشت د تأمین او پر ځان بسیاینې لپاره هم ورته فرصتونه برابر شي.































