ایراني چارواکو ویلي، چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ناکامې شي او واشنګټن پر تهران بیا پوځي برید وکړي، ایران به په خلیج کې د سمندر تر تل لاندې د مخابراتي کېبلونو د په نښه کولو اقدام وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د زیانمنو شویو کېبلونو د ترمیم مخه هم ونیسي، څو د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو ګډوډي اوږدمهاله شي.































