د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس عبدالکریم فاتح د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو)په څوارلسمه غونډه کې ګډون کړی او د اوسپنې پټلۍ د ګډو پروژو او د لېږد رالېږد د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د افغان ټرانس او د بلخ–هرات–کندهار اوسپنې پټلۍ پروژو، د رېل له لارې د لېږد رالېږد د زیاتوالي او د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافر وړونکو اورګاډو د فعالیت د پیل په اړه بحث شوی دی. د راپور له مخې، ګډونوالو د ترانزیټي بهیر د ډیجیټلي کولو او د پانګونې د راجلبولو په اړه هم خبرې کړې دي. همداراز، فاتح د قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران له استازو سره د اوسپنې پټلۍ د ګډو پروژو د پلي کولو په اړه لیدلي دي.































