د بامیانو ولایت د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په دغه ښار کې د ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د پنځو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د بامیان ښاروال حافظ رازمحمد یاسر د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې یادې پروژې د ښاري نظم د ښهوالي، پراختیا او خلکو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه پلې شوې دي. په دغو پروژو کې د غلغلې ښار دننه د یوه کیلومتر سړک قیر کول، د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړول، د فلزکارانو لپاره د ۲۲ دوکانونو جوړول، د دشت عیسیخان نوي ښار د سوداګریزو مارکېټونو ترمنځ د پلي لارو کانکریټ کول او د سېلابونو د مهار کانالونو او پلچکونو جوړول شامل دي.































