د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتي. نوموړي وویل، افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرولو کې لږه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو له امله یې د سېلابونو، زلزلو او وچکالیو په ګډون، له درنو زیانونو سره مخ شوی دی. برادر ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو او ورسره د مبارزې لپاره نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري.































