د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د صرافانو لپاره د ۲ سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې د ۱۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د بغلان مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس د دغو مارکېټونو د جوړولو د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د امنیت په ټینګښت او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په هېواد کې د بیارغونې او رغنیزو پروژو لپاره زمینه برابره شوې ده. نوموړي د خصوصي پانګهوالو له لوري د دغو مارکېټونو جوړول د بغلان د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی، چې د پروژو چارې باید د ټاکل شویو معیارونو له مخې ترسره شي.































