د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د روضې مبارکې په شاوخوا کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د کانالونو جوړولو او د ۵۰ څراغونو د لګولو چارې پیل شوې دي. د مزارشریف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي رسنیو ته ویلي، چې په دې پروژه کې د ۲ زره او ۷۶۲ مترو په اوږدوالي د کانالونو جوړول شامل دي، چې پلنوالی او ژوروالی یې یو ـ یو متر دی. د نوموړي په وینا، د پخوانیو کانالونو د محدود ظرفیت له امله د سطحي اوبو د لېږد ستونزې موجودې وې؛ نوې پروژه به د اوبو د لېږد ظرفیت لوړ کړي، د اوبو د ډنډ کېدو مخه ونیسي او په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال د اوبو د راټولېدو ستونزه راکمه کړي.































