د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له یوه بهرني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، افغانستان د پرمختګ پر مثبت مسیر روان دی او ا.ا خپل مسوولیت «په ښه توګه» ترسره کړی دی. بلخي د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د هېوادونو د مسوولیت په اړه ویلي چې په دې برخه کې «نیمګړتیاوې» شته. نوموړي د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، بندیزونو او د هېواد د چټک پرمختګ، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې پر وړاندې نور خنډونه د نړیوالې ټولنې له مهمو نیمګړتیاوو بللي دي.































