بهرنیو چارو وزارت له چین هیواد څخه افغانستان ته د افغان محصلینواو نورو افغانانو د خوندي انتقال او په دغه هیواد کې د کورونا ویروس مخنیوي په هدف د همغږۍ غونډه کړې ده. بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روغتیايي ملاتړ پر طرزالعمل باندې هم بحثونه شوي، چې د روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان او د هوايي ملکي چلند ادار سره په ګډه لازم تدابیر ونیسي. تر دې مخکې د ملکي هوايي چلند ادارې د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف له روغتیا وزارت سره په ګډه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د لازمو تدابیرو د نیولو خبر ورکړی و. دغه ادارې له روغتیا وزارت سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر په دخولي ترمینل کې مجهز روغتیايي ټېمونه په دندو ګمارلي و چې هیواد ته راتلونکي مسافر معاینه کړي. خو تر دې مخکې بیا د روغتیا وزیر له چین هیواد څخه غوښتي و چې د وضعیت تر ښه کېدو پوري دغه هیواد ته د افغان مسافرو او سوداګریزو شرکتونو د مسؤلینو د راتګ مخه ونیسي.































