د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د برېښنا لېږد د کرکي–کابل مزو په بشپړېدو سره به افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شي. د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد د نړیوالو پروژو ادارې رییس مراد آرتیکوف د ترکمنستان د نفت او ګاز په ۲۰۲۶ کال نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې د دغې پروژې د شبرغان–دشتالوان برخې چارې به په راتلونکو میاشتو کې بشپړې شي. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې د دشتالوان–ارغندي برخه د ۲۰۲۷ کال په جون میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې موخه د ترکمنستان د برېښنا صادراتو زیاتول او د کابل د برېښنا اړتیاوو پوره کول دي.































