د ترکیې دفاع وزارت وايي، دغه هېواد له قطر، پاکستان او اندونیزیا سره د دفاعي همکاریو د پراختیا او پوځي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «بدر تړون» لاسلیک کړی دی. دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۱مه، ویلي چې تړون د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی دی. د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د دې هوکړې موخه په پوځي تولیداتو کې د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د پوځي او تخنیکي روزنې پراختیا او د څېړنې او نوښت په برخو کې د ګډو فعالیتونو زیاتول دي. د وزارت په خبره، دا تړون به د ګډونوالو هېوادونو د دفاعي صنعت وړتیاوې پیاوړې او د پوځي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.































