جرمني د هغو افغانانو د ویزو ۳۲ غوښتنلیکونه رد کړي چې په پاکستان کې مېشت دي او مخکې ورسره جرمني ته د لېږد ژمنې شوې وې. تر دې وړاندې د جرمني د اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې وه چې حکومت نه شي کولای د زیانمنونکو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه د هرې دوسیې له جلا ارزونې پرته رد کړي. د جرمني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د محکمې د پرېکړې له مخې یې یادې ۳۲ دوسیې په جلا توګه ارزولې او ټول غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.































