د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه چې د کنړ او هلمند ولایتونو په استوګنیزو سیمو په عامو افغانانو ترسره شوي په کلکه غندلي دي. په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه شهیدان او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. کرزي له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، د شهیدانو لپاره د جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې او د پاکستان د پوځي رژیم دغه اقدام یې د افغانستان پر حریم تېری او د هېواد د حاکمیت نقض بللی دی. نوموړي ویلي، افغانان د بهرني تېري پر وړاندې په ګډه له خپل هېواد څخه دفاع کوي او د پاکستان له مشرانو یې غوښتي چې د افغانانو پر وړاندې د خپلو ستیزهجویانه او دښمنانه سیاستونو پر ځای، له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنانه اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي. کرزي همداراز له پاکستان څخه غوښتي چې د افراطیت او نفاق له ترویج څخه ډډه او خپلې تګلارې له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې له سره وارزوي.































