شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

حسین حقاني: طالبان په زور ځان واک ته رسول غواړي، پاکستان یې ملاتړی دی

جولای 23, 2019
in افغانستان
0 0

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وایي، طالبان هڅه کوي چې د امریکایانو له وتلو وروسته ځان په زور واک ته ورسوي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې طالبان پر ټاکنو باور نه لري او ښایي د دې جوګه شي چې په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي ادارو فرمایشونه عملي کړي. حسین حقاني دا څرګندونې د افغانستان له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.

 حسین حقاني په امریکا کې د پاکستان سفیر و، خو کله چې پوه شو چې هېواد یې په سیمه کې په ورانکاره فعالیتونو لاس پورې کوي، نو د خپل هېواد له ځینو سیاستونو سره یې مخالفت پيل کړ او هماغه وو چې پاکستاني پوځ تر څارنې لاندې ونیو. هغه تر ډېره په افغانستان کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کوي. تازه یې په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان لا هم د پاکستان د استخباراتي ادارو تر ملاتړ لاندې دي او ښايي تر ډېره جګړو ته ادامه ورکړي.

حسین حقاني ویلي، طالبان پر ټاکنو باور نه لري او همدا چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي او دغه هېواد پرېږدي، نو دوی به د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي. حسین حقاني دا هم وايي چې په دې وخت کې به یې پاکستان ملاتړ وکړي او هڅه به وکړي چې په افغانستان کې د خپلو نیابتي کسانو پر مټ حکومت کنټرول کړي.

هغه له طالبانو سره د امریکا پر روانو خبرو هم نیوکه کړې او وایي چې طالبانو ته یو اړخیز امتیاز ورکوي. د ده په خبره، طالبان په رښتینې توګه سولې ته رسېدل نه غواړي، که یې غوښتی؛ نو اوربند به یې منلی و. نوموړی وايي: ((امریکا بندیان خوشې کړل، خبرې ورسره کوي، خو طالبانو تر اوسه څه کړي دي؟ جګړې یې شدیدې کړې دي. اوربند نه مني. دوی فکر کوي چې د جګړې له لارې بریالي کېږي. دوی لا هم د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني. فکر کوم همدا چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، دوی به د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي)).

حسین حقاني په افغانستان کې د پاکستان پر سیاستونو هم نیوکه کړې ده. د نوموړي په خبره، که په افغانستان کې سوله وشي یا ونه شي، په دواړو حالتونو کې د پاکستان ګټې دي. هغه زیاته کړې چې که سوله راشي، جګړه ختمه شي او دلته د ثبات سبب شي، خو که سوله د جګړې د ختمولو سبب نه شي، نو پاکستان به دوه ګټې کړې وي. نوموړی وايي: ((که سوله وشي، خو جګړه ختمه نه شي، امریکایان له افغانستانه ووځي، د دوی له وتلو سره سم به طالبان واک ته د رسېدو کوښښ وکړي. پاکستان به دوه ګټې وکړي. یو دا چې د امریکا باور به خپل کړي چې په سوله کې یې همکاري وکړه او بل به په افغانستان کې د خپلو نیابتي جګړه کوونکو پر مټ حکومت کنټرول کړي او خپل ارمان ته به ورسېږي)).

دغه پخوانی پاکستانی ډيپلوماټ وایي، په افغانستان کې هغه مهال جګړه ختمېدلی شي چې د پاکستان د استخباراتي ادارو لاسوهنه بنده شي او دغه هېواد د طالبانو ملاتړ پرېږدي. هغه د افغانستان پر سیاسي څېرو هم دا نیوکه کوي چې ډېر کله په ځینو هېوادونو لکه، چین، روسیه، ایران او هند تکیه کوي. د ده په باور، دا مسایل هم هغه څه دي چې افغانستان ته ګټه نه شي رسولی.

حسین حقاني داسې مهال د افغان جګړې او سولې په اړه دغه څرګندونې کوي چې امریکا د سولې روان مذاکرات مثبت بولي او طالبان هم له دغو مذاکراتو راضي دي. افغان حکومت بیا په دې منځ کې اندېښنه لري او وایي، دوی له دې وېره لري چې ښايي د سولې دغه پروسه په افغانستان کې روانه جګړه ختمه نه کړي. دوی وایي، د داسې سولې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ددایمي ثبات او باعزته سولې سبب شي.

Tags: featured
Share11Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In