جمعه, سپتمبر 11, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

حنیف اتمر: په تېرو پنځو کلونو کې د جګړو له امله ۵۱ زره ملکي افغانان وژل شوي دي

مارچ 11, 2019
in افغانستان
0 0

د جګړو او نښتو له امله په تېرو پنځو کلونو کې تر پنځوس زره ډېر افغانان وژل شوي دي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر تېره ورځ د مارچ د اتمې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې د ملي یووالي حکومت کمزوری وباله او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ارقام یې شریک کړل. د ده په خبره، تېر پنځه کلونه په افغانستان کې د روانې اتلس کلنې جګړې تر ټولو خونړي کلونه وو او زرګونو ملکي افغانانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

حنیف اتمر وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په جګړو او نښتو کې نږدې ۵۱ زره افغانان وژل شوي او ۹۸ زره نور ټپیان شوي دي. نوموړی زیاتوي: «په تېرو پنځو کلونو کې مو ۵۱ زره هېوادوال وژل شوي دي. په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ۹۸ زره هېوادوال د جګړو او نښتو له امله وژل شوي دي». نوموړي دا نه دي ویلي چې دغه ارقام یې پر کوم بنسټ وړاندې کړي دي، خو وایي چې د ملي یووالي حکومت د خلکو په ساتنه، امنیت او سولې راوستو کې ناکام دی او په دې نه دی بریالی شوی، چې د خلکو ژوند خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني ویلي وو چې د نوموړي د حکومت په تېرو څلورو کلونو کې یوازې ۴۵زره سرتېري وژل شوي وو. د حنیف اتمر په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې روانه جګړه اوج ته رسېدلې ده او اوسنی حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې د حالاتو د کنټرول لپاره موثر ګامونه اوچت کړي.

حنیف اتمر په خپلو خبرو کې ویلي، اوسنی حکومت نه یوازې دا چې د ستونزې په حل کې ناکام دی، بلکې پخپله پر یوه ستونزه بدل شوی دی او ورځ په ورځ نورې ستونزې زیږوي. حنیف اتمر دا هم وویل، چې حکومتي مشران د خلکو سترګو ته خاورې شیندي، دوی تېر باسي او مخکې پرانیستل شوې پروژې بیا بیا پرانیزي. اتمر وايي: «هغه حکومت چې د خلکو سترګو ته خاورې شیندي، پرانیستل شوې پروژې دوه یا درې ځله پرانیزي، داسې حکومت زموږ ستونزې نه شي حل کولی، داسې حکومت د افغانستان اوسني وضعیت ته ګټور نه دی.»

 د ده په خبره، حکومت د سولې په راوستو کې هم نه دی بریالی شوی او د دې جوګه هم نه شو چې سوله راولي او د عملي پلانونو له مخې په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. اتمر وايي چې د سولې په پروسه کې دې ټولو اړخونو ته د پام وړ برخه ورکړل شي او د ټولو خلکو نظریات دې د سولې په خبرو کې شریک کړل شي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار داسې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ارقام وړاندې کړي، چې په دې وروستیو کې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره یو ځل بیا لوړه شوې ده. هوايي ځواکونو په دې وروستیو کې، په هلمند، میدان وردګو او ننګرهار کې ډېر هوايي بریدونه کړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعا پکې شوې ده. رسنیو ته په استول شوو راپورونو کې خلک د بهرنیو ځواکونو له هوایي بریدونو او ځینو خپلسرو عملیاتو سر ټکوي، خو حکومت په ډېری مواردو کې تر دې دمه د خلکو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

وړمه شپه هم د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې عملیات شوي او ځايي خلک وايي، چې په هوایي بریدونو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي، خو حکومتي چارواکي وايي چې په عملیاتو کې یوازې طالبانو ته تلفات اوښتي دي. تېره ورځ بیا په میدان وردګو کې د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکو لاریون کړی و او په خبره یې، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. لاریون کوونکو ویل، چې دوې شپې وړاندې په یوه هوايي برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي. د دوی په خبره، تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکړي، چې حکومت یې غږ واوري او د ستونزې د دایمي حل ژمنه ورسره وکړي.

Tags: featured
Share31Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
جمعه, سپتمبر 11, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In