سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

حکومت او لوی ملي ائتلاف ټکر کوي؟

سپتمبر 17, 2018
in دریځ
0 0

حکومت پرون په هرات کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته وهل شوې خېمې ونړولې او د کمېسیون دفتر یې پرانیست. کورنیو چارو وزارت وايي چې پاتې تړلي دفترونه به هم پرانیستل شي او دوی چاته اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه وتړي. د کمېسیون چارواکي هم وايي چې لوی ملي ائتلاف دې د  دفترونو د تړلو پر ځای له دوی سره خبرې او تفاهم وکړي. د کمېسیون رییس او غړو پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د دفترونو تړل د ټاکنو د ځنډ لامل کېږي او مسوولیت یې د دوی پر غاړه نه دی. ائتلاف بیا ټینګار کوي چې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. د دې ائتلاف غړي ټینګار کوي چې حکومت د ټاکنو له کمېسیون سره په ګډه د درغلیو پلان لري او رڼو ټاکنو ته ژمن نه دی.

اوس چې ټاکنو ته کمې ورځې پاتې دي، لوی ملي ائتلاف غواړي فشار زیات کړي او حکومت اړ کړي چې غوښتنې یې تر ممکنه بریده ومني. حکومت بیا د زور په کارولو سره تړلي دفترونه پرانیزي او هغسې ټاکنې کوي چې دوی یې غواړي. داسې ښکاري چې ورو ورو به د لوی ملي ائتلاف او حکومت لانجه نوره هم زیاته شي. تر اوسه پورې لوی ملي ائتلاف نیوکې او غوښتنې لرلې او اعتراضونه یې کول، خو په وروستي ګام کې یې د کمېسیون دفترونه وتړل. حکومت هم ګام واخیست او په زور یې د دفترونو پرانیستل پیل کړل. ملي ائتلاف پر خپل دریځ ټینګار کوي او دوی به هم د حکومت وروستي ګام ته غبرګون ښيي. په دې ډول د دواړو لورو د ناسم ټکر وېره زیاتیږي. دا ډول ټکر نه د لوی ملي ائتلاف په ګټه دی او نه هم د حکومت او د ټاکنو د کمېسیون په ګټه دی. له بده مرغه په دواړو لورو کې د همکارۍ او د ستونزې د حل پر ځای تر ډېره پر خپل دریځ د ټینګار روحیه واکمنه ده. حکومت او کمېسیون په هغه ډول ټاکنو ټینګار کوي چې دوی پلان کړې دي. ټول پوهیږي چې دا لاره چټله ده او که کیسه همداسې روانه وي، موږ به تر پخوا زیاتې له درغلیو ډکې ټاکنې ولرو. حکومت او کمېسیون هم همدا درک کوي، خو بیا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او داسې کوم بدلون نه راوړي چې د ټاکنو روڼتیا تضمین کړي. لوی ملي ائتلاف هم پر خپل دریځ ولاړ دی. که څه هم ځینې غوښتنې یې سمې، پر ځای او قانوني دي، خو ځینې غوښتنې یې ناسمې دي او یا هم د منلو لپاره یې وخت نشته. اوس د دوی دریځ په رښتیا ټاکنې ځنډوي. له بده مرغه دوی هم له خپل دریځه نه تېریږي او په دې ډول یې د ټاکنو پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.

دا سمه ده چې د قانون پر اساس څوک د ټاکنو کمېسیون دفترونه نه شي تړلی، خو دا به ستونزه زیاته کړي چې حکومت د هر څه پر وړاندې زور او پولیس وکاروي. ټاکنې ملي پروسه ده، نو پکار ده چې د خلکو توافق او همکاري ورسره وي. که حکومت رښتیا ټاکنې غواړي، لاره یې زور او فشار نه دی، بلکې لاره یې دا ده چې تفاهم او همکاري رامنځته شي. له همدې امله له سیاسي ګوندونو او ملي ائتلاف سره د ټکر پر ځای د تفاهم او جوړجاړي لاره غوره ده.

Share11Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In