شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

حکومت ولې د سولې لپاره وړ پلاوی نه ټاکي؟

اپریل 7, 2019
in دریځ
0 0

د ملي یووالي حکومت له پراخو نیوکو سره مخ دی، چې لا یې هم له طالبانو سره د خبرو لپاره یو پیاوړی، کارنده او داسې ټیم نه دی ټاکلی، چې د افغانانو استازیتوب وکړلی شي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپلو وروستیو خبرو کې دا د حیرانۍ وړ ګڼلې ده، چې حکومت په شپږو میاشتو کې یو پلاوی نه دی ټاکلی. خلیلزاد ویلي چې شپږ میاشتې وړاندې یې د ماموریت په پیل کې له طالبانو او حکومت دواړو وغوښتل، چې یو باصلاحیته او پیاوړی ټیم وټاکي، چې دده په خبره طالبانو دا کار وکړ، خو حکومت لا هم پلاوی نه دی ټاکلی. خلیلزاد ویلي چې امریکا د افغانانو له وژلو ستړې شوې او افغانان هم باید د یو بل له وژلو ستړي شوي وی. نوموړي ویلي چې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کېږي، خو حکومت یوازې یو پلاوی نه شي ټاکلی، نو د دې مسوولیت د چا پر غاړه دی!؟ نوموړي زیاته کړې چې دې پوښتنې ته باید حکومتي مشران ځواب ووايي.

اساسي پوښتنه دا ده چې حکومت ولې لا د سولې لپاره د پیاوړي او داسې ټیم پر ټاکلو نه دی بریالی شوی، چې د افغانانو استازیتوب وکړي؟

ښايي لومړنی لامل دا وي چې حکومت د سولې له روانو هلو ځلو سره موافق نه دی، نو ځکه نه غواړي چې په دغو خبرو کې ور ګډ شي او پلاوی ورته وټاکي. په دې وروستیو کې د حکومت مخالفت څرګند دی او د دې شونتیا شته چې د پلاوي نه ټاکل به له همدې امله وي. دویم دا چې حکومت هر څه انحصار کړي دي او له ارګ څخه د باندې سیاستوال او ان د حکومت شریکان په اساسي مسایلو کې نه ور شریکوي. همدې چارې د یو کارنده پلاوي د ټاکلو مخه نیولې ده. حکومت اوس یو پلاوی ټاکلی چې مشري یې د ولسمشر د دفتر رییس کوي، خو ټول پوهېږي چې دا کمزوری او بې تجربې پلاوی دی، چې د سولې په خبرو کې نه یوازې د افغانانو غوښتنې نه شي مطرح کولی، بلکې د حکومت پوره استازیتوب هم نه شي کولی. حکومت وېره لري چې که له حکومت څخه د باندې او پیاوړي کسان په مذاکراتي ټیم کې وي، نو د دوی د واک په برخه کې به ستونزې پیدا شي.

 له حکومته غوښتنه دا نه ده چې یوازې پلاوی وټاکي او یا هم یوازې حکومتي پلاوی وټاکي. له حکومت څخه تمه دا ده چې یو پیاوړی پلاوی غوره کړي. په دې پلاوي کې باید تجربه لرونکي، مخور، بې طرفه، متنفذ او پیاوړي کسان وي. پر دغه ټیم باید د حکومت ټول شریکان توافق ولري. له بله اړخه په ټیم کې باید یوازې حکومتي کسان هم نه وي، بلکې له حکومت څخه د باندې د سیاستوالو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او نورو قشرونو استازي وي. اوسنی حکومتي پلاوی نه تجربه لري، نه مخور پکې دي، نه د حکومت د ټولو شریکانو توافق پرې شته او دا خو بیا بیخي لرې ده چې له حکومت څخه د باندې خلکو او سیاستوالو استازیتوب دې وکړلی شي.

حکومت دې پر هغو ټکو ټینګار وکړي، چې افغاني ګټي خوندي کوي، خو له خپله اړخه دې سولې ته پوره تیار وي. باید پیاوړی او هغسې ټیم ولري چې د افغانانو استازیتوب وکړلی شي. له دې پرته به دا نظر پیاوړی شي چې حکومتي مشران د خپل واک د دوام لپاره د سولې مخالفت کوي او غواړي چې جګړه دوام وکړي.

Share15Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: که امریکا بیا برید وکړي تر سمندر لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کوو

اکتوبر 24, 2026

د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو د قزاقستان او المان خبرې

اکتوبر 24, 2026

مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

اکتوبر 24, 2026

له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In