د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د تېرو ۳۰ کلونو تاریخ ښيي چې په افغانستان کې د وسلهوالو د ملاتړ په اړه د پاکستان د خبرو او عمل ترمنځ لوی توپیر شته. خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا «دوهګونې لوبه» باید پای ته ورسېږي او اوس د یوه نوي فصل د پرانیستو وخت دی. هغه زیاته کړې چې افغانستان او پاکستان اقتصادي همکاریو او پراختیا ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید هوکړه وکړي چې خپلې خاورې د یو بل د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کاروي.































