شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

خلیلزاد په کابل کې پر څه بوخت دی؟

جون 11, 2019
in دریځ
0 0

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په کابل کې دی او دلته یې له پخواني ولسمشر کرزي او د ملي یووالي حکومت له مشر اشرف غني سره کتلي دي. د امریکا سفارت وايي چې خلیلزاد له حکومتي چارواکو، سیاستوالو او مدني فعالینو سره ګوري. ارګ وايي چې خلیلزاد له ولسمشر سره په خبرو کې د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو جزیات شریک کړي دي او د هغې بین‌الافغاني غونډې په اړه یې خبرې کړې دي، چې ټاکل شوې د جرمني له لوري په قطر کې جوړه شي. خلیلزاد به ولسمشر غني ته ډاډ ورکوي چې طالبان به قانع کوي، څو له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو له ولسمشر کرزي سره یې د خبرو په اړه ډېر جزیات نشته.

خلیلزاد په پاکستان کې هم له ځینو چارواکو سره لیدلي او په اروپا کې یې هم د امریکا له متحدینو سره خبرې کړې دي. ټاکل شوې چې خلیلزاد به په نږدې راتلونکي کې قطر ته ورځي او له طالبانو سره به د خبرو اووم پړاو پیلوي. په کابل کې خلیلزاد غواړي حکومت ته ډاډ ورکړي، چې دوی به داسې ګام نه اخلي چې حکومت یو مخ پکې څنګ ته شي. دغه راز حکومت ته به وايي چې دوی به له طالبانو سره موافقه نه کوي، خو که طالبانو له حکومت سره اوربند او خبرې ومنلې، نو دوی به ورسره توافق کوي. طالبان په دې برخه کې کلک دریځ لري او لا هم ټینګار کوي چې له حکومت سره د سولې په تړاو خبرې نه کوي. طالبان وايي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د چا پر ضد د افغان خاورې نه استعمال به له امریکایانو سره کوي او بیا به پر کورنیو چارو له افغان سیاستوالو، ګوندونو او فعالینو سره خبرې کوي، خو نه وايي چې له حکومت سره به هم خبرې وکړي. اوس که خلیلزاد حکومت ته ډاډ هم ورکړي چې طالبان به خبرو ته حاضروي، دا دې خلیلزاد پر وړاندې ستره ننګونه ده، ځکه چې طالبان لا هم پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي.

بل بحث چې د خلیلزاد په دې سفر کې مهم دی، هغه دا چې خلیلزاد لا هم پخواني ولسمشر او له حکومت څخه د باندې سیاستوالو ته ارزښت ورکوي. تر ولسمشر غني وړاندې خلیلزاد د حامد کرزي کور ته ورغلی او هلته یې له ځینو سیاستوالو سره کتلي هم دي. خلیلزاد ته حامد کرزی او دا نور سیاستوال ښایي ځکه مهم وي، چې دوه ځله د مسکو غونډې ته ورغلي او طالبان هم له دوی سره خبرې کوي. د سولې په چاره کې د روسیې رول او که طالبان بیا هم له حکومت سره خبرو ته نه حاضریږي، نو له دغو سیاستوالو سره ګډ کار د امریکا لپاره مهم دی. له همدې امله امریکا دغو سیاستوالو ته ارزښت ورکوي، خبرې یې اوري او ترې غواړي چې د سولې په چاره کې ورسره ګډ کار وکړي. د همدغو دوو ماموریتونو لپاره خلیلزاد په کابل کې دی او همدا ماموریتونه به یې په قطر کې له طالبانو سره پر خبرو او د دې خبرو پر پایلو اغېز ولري.

Share20Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بیجینګ: د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي باید د ایران د اټومي مسئلې څېړنه ودروي

اکتوبر 24, 2026

د ۲۰۲۶ کال د نړیوالې حکومتولۍ فورم (شيونګ ان) پرانیستل شو

اکتوبر 24, 2026

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر به له چین څخه رسمي لیدنه وکړي

اکتوبر 24, 2026

د چين د وارداتو او صادراتو ۱۴۰م نندارتون دوهم پړاو پرانیستل شو

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In