جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ارګ او اجرایه ریاست ناندرۍ؛ عبدالله عبدالله: د ولسمشر د سولې طرحه هسې یوه هیله او ارمان دی

نوومبر 3, 2019
in افغانستان
0 0

د سولې پر مسئله په تېره بیا د سولې لپاره د ولسمشر غني پر طرحه د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني د سولې په اړه یوه اووه ماده ییزه طرحه جوړه کړې وه چې د رسنیو له لارې خپره شوه. په یاده طرحه کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، ترهګرۍ ضد مبارزې، بین الافغاني خبرو، اوربند او نورو مواردو بحث شوی و، خو اوس اجرایه رییس وايي چې دا د سولې یوه ټولمنلې طرحه نه، بلکې یو ارمان او هیله ده.

خو د ولسمشر ویاند بیا د اجرایه رییس پر دغه خبرو غبرګون ښودلی دی.

څو ورځې وړاندې رسنیو داسې یوه طرحه خپره کړه چې په هغه کې د سولې لپاره د افغان حکومت سرې کرښې او تګلاره مشخصه شوې وه. د طرحې تر خپرېدو څو ورځې وروسته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل، چې د دې طرحې په عملي کولو سره به افغانستان ته یوه با عزته او دایمي سوله راشی. دا طرحه اووه مادې لري چې تر ډېره مخکې هم د ولسمشر غني په خبرو کې دغه موارد یاد شوي وو. د طرحې یوه نوې برخه دا ده چې حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره شرط اېښی دی. حکومت وايي، د دې د ثابتولو لپاره چې طالبان په یوه خوله دي کنه، رښتیني دي کنه او ټول له یوه ځایه کنټرولېږي کنه، نو باید یوه میاشت اوربند وشي. محب ټینګار کړی و چې که اوربند وشو او جګړه ودرېده، نو له طالبانو سره به واقعي خبرې پيل شي.

خو اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا په خپله یوه تازه مرکه کې د ولسمشر غني د سولې پر طرحه نیوکه کړې ده. ده ویلي، دا د سولې یوه واقعي طرحه نه، بلکې یوه هیله او ارمان دی. ده دا تور هم پورې کړی چې ولسمشر د دې طرحې په اړه له هېچا سره مشوره نه ده کړې، په داسې حال کې چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او له ټولو اړخونو سره یې باید په اړه سلا مشوره وشي. نوموړي ویلي، د سولې د راوستو لپاره تر هر څه وړاندې پر سوله باور مهم دی. هغه دغه راز ویلي چې ولسمشر غني تر اوسه په سوله باور نه لري، نو ځکه یې طرحه هم رښتینې طرحې ته ورته نه ده.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره، د واقعي سولې لپاره باید پر سولې باور رامنځ ته شي او له ټولو اړخونو سره واضح خبرې وشي. د ده په خبره: «پر سولې باور، پر دې باور چې د افغانستان خلک دا خپل بنسټيز ضرورت ګڼي د پیل ټکی دی؛ له هغې وروسته ټول مسایل راځي. د هغه څه په اړه چې د سولې تر نامه لاندې عنوان شوي، د هغه قضاوت خلکو ته پرېږدو. له هماغه پيله، د دغه کار له پیله دا اړینه وه چې د حکومت پر کچه باید بحث شوی وای، له سیاستوالو سره بحث شوی وای؛ وینو چې یوه نیمګړتیا او کمی شته».

اجرایه رییس وایي، کوم موارد چې د سولې د طرحې تر عنوان لاندې وړاندې کېږي یوازې هیله او ارمانونه دي. د ده په خبره: «هغه طرحه چې پرې بحث کېږي، د دې پرځای چې یوه ټولیزه طرحه وي، تر ډېره توضیحات دي. د هیلو یوه برخه ده چې لېست شوي او دننه په حکومت کې پرې بحث نه دی شوی».

خو ارګ بیا د اجرایه رییس پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ويلي، له هیلې او ارمان سره د یوې برنامې او طرحې برابرول کمزوری سیاسي قضاوت دی. د ده په وینا، ولسمشر غني په پوره توان د سولې لپاره ګامونه اوچتوي او په خبره یې دا طرحه او پلان په واضح توګه بیان شوی دی او عملي کولو ته یې مټې نغاړل شوې دي.

د صدیقي په وینا، ټول دولت هڅه کوي د سولې د طرحې او د سولې لپاره د ټولو شته پلانونو په عملي کولو کې برخه واخلي او د ولس د سولې ارمان پوره کړي.

Tags: featured
Share8Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In