شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د اسرائیلو لومړي وزیر په رفح کې د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړد اسرائيلو دفاعي ځواکونو د مارچ په ۱۵مه د غزې تړانګې په زياتو ځايونو کې پوځي عملياتو ته دوام ورکړ. د فلسطين د حماس د رسنيو دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د مرستندویه توکو د وېشلو پر مرکز ټولټال ۵ بريدونه کړي، چې له امله يې تر ٣٠٠ زياتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۵مه خپل وروستی جنګ راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي ، تېره ورځ د غزې پولې ته څېرمه پر اسرائیلي هستوګنځایونو د حماس د راکټي بریدونو په غچ کې، اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې د حماس پر پوځي تاسیساتو ډزې او هوايي بریدونه وکړل. بر سېره پر دې، اسرائیلي ځواکونو د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې له حماس سره جګړو ته دوام ورکړی. په تېره ورځ کې د اسرائیلو ځمکنيو او هوايي ځواکونو له یو بل سره همکاري کړې او د حماس ګڼ شمېر وسله وال یې وژلي دي. د اسرائیلو پوځ هم د غزې په مرکزي سیمه کې پوځي عملیات کړي، چې د حماس شاوخوا ۱۰ وسله وال یې وژلي دي. د حماس رسنيز دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې په شپه د غزې تړانګې په شمال غزې ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو پر مرکز د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٣٣ تنو ته ورسېد. په اعلامیه کې د اسرائیلي پوځ له خوا بریدونه غندل شوي او ویلي یې دي، چې اسرائیلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵ ورته بریدونه کړي، چې په پایله کې یې تر اوسه ۵۶ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي. د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د غزې په ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو په مرکز کې د تېرې ورځې د بريد په اړه د لومړنيو څېړنو پايلې اعلان کړې او په دغه بريد کې يې د اسرائيلي پوځ لاس لرل رد کړل او ويې ويل، چې فلسطيني وسله وال باید د دې پېښې پړه پر غاړه واخلي. د غزې تړانګې د روغتيا ادارې د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اسرائيلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ١٣ پوځي عمليات ترسره کړي، چې په نتيجه کې يې ۱۴۹ تنه وژل شوي او ٣٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي. د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د نوي پړاو له پیلېدو راهیسې، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې ۳۱۴۹۰ فلسطینیان وژل شوي او ۷۳۴۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنياهو د روانې مياشتې په ۱۵مه د غزې تړانګې جنوبي ښار رفح ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ. د فلسطين ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې خپل مسؤليت واخلي او د رفح پر وړاندې د اسرائيلو له “تيري” ډډه وکړي. د اسرائيلو د لومړي وزیر دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکې ويل شوي لومړي وزیر نتنياهو په همدې ورځ د جګړې لپاره د غزې جنوبي ښار رفح ښار ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ او د اسرائيلو پوځ د رفح خلک د ځای په ځای کولو پلان هم لري. نتانیاهو وویل، د حماس د اوربند وروستی وړاندیز، چې د اسراییلو د خوشې کولو په بدل کې یې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې کړی و، “مسخره” ده. اسراییل دا وړاندیز ردوي، خو قطر ته به خپل استازي واستوي تر څو د اوربند خبرو ته دوام ورکړي. اوس مهال له ۱،۵ میلیونو څخه زیاتو فلسطینیانو په رفح ښار کې پناه اخیستې ده. نړیواله ټولنه اندېښمنه ده، چې که اسرائیلي پوځ پر رفح ځمکني بريد پیل کړي، نو د ملکي تلفاتو د زیاتېدو سبب به شي.

مارچ 16, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0
Smoke rises following an Israeli bombardment in the Gaza Strip, as seen from southern Israel, Thursday, March 14, 2024. (AP Photo/Ohad Zwigenberg)

Smoke rises following an Israeli bombardment in the Gaza Strip, as seen from southern Israel, Thursday, March 14, 2024. (AP Photo/Ohad Zwigenberg)

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د مارچ په ۱۵مه د غزې تړانګې په زياتو ځايونو کې پوځي عملياتو ته دوام ورکړ. د فلسطين د حماس د رسنيو دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د مرستندویه توکو د وېشلو پر مرکز ټولټال ۵ بريدونه کړي، چې له امله يې تر ٣٠٠ زياتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۵مه خپل وروستی جنګ راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي ، تېره ورځ د غزې پولې ته څېرمه پر اسرائیلي هستوګنځایونو د حماس د راکټي بریدونو په غچ کې، اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې د حماس پر پوځي تاسیساتو ډزې او هوايي بریدونه  وکړل. بر سېره پر دې، اسرائیلي ځواکونو د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې له حماس سره جګړو ته دوام ورکړی. په تېره ورځ کې د اسرائیلو ځمکنيو او هوايي ځواکونو له یو بل سره همکاري کړې او د حماس ګڼ شمېر وسله وال یې وژلي دي. د اسرائیلو پوځ هم د غزې په مرکزي سیمه کې پوځي عملیات کړي، چې د حماس شاوخوا ۱۰ وسله وال یې وژلي دي.

د حماس رسنيز دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې په شپه د غزې تړانګې په شمال غزې ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو  پر مرکز د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٣٣ تنو ته ورسېد. په اعلامیه کې د اسرائیلي پوځ له خوا بریدونه غندل شوي او ویلي یې دي، چې اسرائیلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵ ورته بریدونه کړي، چې په پایله کې یې تر اوسه ۵۶ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د غزې په ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو په مرکز کې د تېرې ورځې د بريد په اړه د لومړنيو څېړنو پايلې اعلان کړې او په دغه بريد کې يې د اسرائيلي پوځ لاس لرل رد کړل او ويې ويل، چې فلسطيني وسله وال باید د دې پېښې پړه پر غاړه واخلي.

د غزې تړانګې د روغتيا ادارې د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اسرائيلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ١٣ پوځي عمليات ترسره کړي، چې په نتيجه کې يې ۱۴۹ تنه وژل شوي او ٣٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي. د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د نوي پړاو له پیلېدو راهیسې، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې ۳۱۴۹۰ فلسطینیان وژل شوي او ۷۳۴۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنياهو د روانې مياشتې په ۱۵مه د غزې تړانګې جنوبي ښار رفح ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ. د فلسطين ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې خپل مسؤليت واخلي او د رفح پر وړاندې د اسرائيلو له “تيري” ډډه وکړي.

 د اسرائيلو د لومړي وزیر دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکې ويل شوي لومړي وزیر نتنياهو په همدې ورځ د جګړې لپاره د غزې جنوبي ښار رفح ښار ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ او د اسرائيلو پوځ د رفح خلک د ځای په ځای کولو پلان هم لري. نتانیاهو وویل، د حماس د اوربند وروستی وړاندیز، چې د اسراییلو د خوشې کولو په بدل کې یې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې کړی و، “مسخره” ده. اسراییل دا وړاندیز ردوي، خو قطر ته به خپل استازي واستوي تر څو د اوربند خبرو ته دوام ورکړي. اوس مهال له ۱،۵ میلیونو څخه زیاتو فلسطینیانو په رفح ښار کې پناه اخیستې ده. نړیواله ټولنه اندېښمنه ده، چې که اسرائیلي پوځ پر رفح  ځمکني بريد پیل کړي، نو د ملکي تلفاتو د زیاتېدو سبب به شي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In