د ا.ا رهبر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، اوس د افغانستان د خاورې ان یوه لوېشت هم د نورو تر واک لاندې نه ده. نوموړي د اوسني نظام پر ساتنې د ټینګار ترڅنګ ویلي، خلک باید د ا.ا له تعریف او حقیقت سره په بشپړه توګه بلد شي. د ا.ا رهبر همداراز ټینګار کړی، چې مؤمنان باید د یوه بدن په څېر د یو بل ملاتړ وکړي او د ا.ا د نظام ساتنه د خلکو همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي ویلي، چې د امیر درناوی او د فرمانونو پلي کول یې د ټولو مسلمانانو او ولس درناوی دی. هغه زیاته کړې چې خپلو وزیرانو او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، څو د هغو کسانو قدر وکړي چې د اسلاا.ا د رهبر ملاتړ او درناوی کوي.































