د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، په دوحه کې یې د افغانستان په اړه د همغږۍ په غونډه کې ګډون کړی او د افغانستان له خلکو سره یې د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې یې د افغانستان په اړه خپل لومړیتوبونه روښانه کړي، چې د نجونو زدهکړې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، تغذیه او د خوړو خوندیتوب، او د بشري او اقتصادي مرستو برابرول پکې شامل دي. دغه سازمان همداراز د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په یادو برخو کې پر رغنده تعامل ټینګار کړی دی. د اسلامي همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې په ګډون له نړیوالو شریکانو سره د همکارۍ پر دوام هم ټینګار کړی، څو افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې په همغږې او منظمه توګه ورسول شي.































