د اسیا پراختیايي بانک(اې ډي بي) رییس ماساتو کاندا وايي، په افغانستان کې د اړتیاوو له زیاتېدو وروسته دغه بانک له افغانانو خپل ملاتړ پراخوي. کاندا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې ملاتړ تمرکز به د بنسټیزو خدمتونو پر دوام، د ټولنو د مقاومت پر پیاوړتیا او خلکو ته د کاري بوختیاوو پر پراختیا وي. د هغه په خبره، اسیا پراختیايي بانک له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د خپلو باوري شریکانو له لارې د خوړو خوندیتوب، روغتیا او زدهکړو په برخو کې له خلکو ملاتړ کړی دی. کاندا ټینګار کړی، چې د دغه بانک مرستې به د جدي څارنې او حساب ورکونې له لارې دوام ولري او د ملاتړ په چوکاټ کې به ښځینه کارکوونکې ښځو ته اړینې اسانتیاوې وړاندې کوي.































