د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند د افغانستان جګړې په اړه د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسټ څرګندونې ناسمې بللې او رد کړې یې دي. هګسټ ویلي وو، چې په افغانستان کې د ناټو یوازې شاوخوا پنځو غړو هېوادونو په عملیاتو کې د پام وړ ونډه لرله او له دې ډلې یوازې یو یا دوه هېوادونه په مستقیمو جګړهییزو عملیاتو کې ښکېل وو. خو د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند ویلي، چې په افغانستان کې ۴۵۷ بریټانوي پوځیان وژل شوي دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د دغو پوځیانو قربانۍ باید هېڅکله هېرې نه شي.































