قزاقستان او المان د صنعتي همکاریو پر پراختیا، د پانګونې راجلبولو او د نویو ټرانسپورټي لارو پر جوړولو خبرې کړې دي. په دې لړ کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ جوړولو پروژه هم څېړل شوې ده. د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه موضوعات د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په دغه هېواد کې د المان له سفیرې، هایکه پایچ، سره د لیدنې پر مهال مطرح شوي دي. د قزاقستان دغه چارواکي ویلي، هېواد یې لېوالتیا لري چې د ټرانسپورټي لارو تنوع زیاته او له سیمهییزو هېوادونو سره همکاري پیاوړې کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ جوړولو طرحه هم د خبرو اترو برخه وه. د راپور له مخې، قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو تر دې مخکې د یادې پروژې په اړه د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړی دی.































