د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی بینین سیوان د ۸۸ کلونو په عمر مړ شوی دی. سیوان په ۱۹۶۵ کال کې له ملګرو ملتونو سره یوځای شو او په ۱۹۸۹ کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د سرمنشي د شخصي استازي په توګه وټاکل شو. نوموړي د افغانستان د جګړې د سیاسي حل، د ژنیو تړونونو د پلي کېدو او د شوروي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ملګرو ملتونو په هڅو کې مهم رول درلود. سیوان وروسته د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو د مرستیال سرمنشي په توګه دنده ترسره کړه او په عراق کې یې د «نفت په بدل کې د خوړو» پروګرام مشري هم وکړه.































