د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال حبیبالله عمر په مشرۍ د سوداګرو او پانګهوالو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته رسېدلی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیز دفتر ویلي، چې دغه پلاوی به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه له اندونیزیایي سوداګرو او پانګهوالو سره لیدنې او خبرې وکړي. د پلاوي د سفر موخه د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او پانګونې فرصتونو معرفي کول، د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو په اړه د معلوماتو تبادله او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.































