شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د امريکا ماليې وزيره به ژر بيا چين ته راشي

اپریل 4, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د خبر له مخې، د امريکا ماليې وزيره جانېت ايلېن به ژر بيا چين ته راشي.

دا مېرمن په تېر جولای کې د امريکا د ماليې وزيرې په توګه په لومړي ځل له چين څخه ليدنه کتنه کړې ده. کله چې هغه په تېر جولای کې بېجينګ ته ورسېده، په هوا کې يوه شنه زرغونه ښکارېده. د چين صدراعظم لي چيانګ ورسره د کتنې په پيل کې باور ښودلی و چې د چين او امريکا اړيکې له لوړې او ژورې وروسته خامخا له همداشان شنې زرغونې سره مخ کېږي.

د امريکا د ماليې وزيرې جانېت ايلېن وړاندې څو ځله ويلي و چې هغه له چين سره د اړيکو پرېکون نيت نه لري او حتی له چين سره د نرمې رويې له امله له ستر فشار سره مخامخ شوې ده. په هغه وخت کې د چينايانو په اند مېرمن ايلېن د جوبايډن حکومت کې له هغو لوړ پوړيو چارواکيو څخه يوه ده چې له چين سره معقوله رويه او دريځ غوره کوي او هيله لري چې چين ته د دې سفر د دواړو هېوادونو اړيکو په رغونه کې به ښه رول ولوبوي.

خو حقيقتونه دا ثابتوي چې د چينايانو دا هيله نه ده پوره شوې.

واشينګټن په دې وروستيو کې اعلان کړی چې چين ته پر صادراتو محدوديت به لا نور هم جدي شي او موخه يې دا ده چې چين د امريکا جوړ شویو مصنوعي ځيرکتيا چيپونو او اړوندو وسايلو ته لاسرسی نه لري.

مېرمن ايلېن چين ته له خپل سفر مخکې د هېواد جيورجيا ايالت کې د لمريزې  انرژۍ  يوې فابريکې ته تللې او هلته يې ژمنه کړې چې پر چين به فشارونه واچوي. ځکه چې د دې په اند، د چيني حکومت د مالي مرستې په اثر اوس د چين لمريزې انرژۍ، برقي موټرونو او ليتيوم بېترۍ توليدي اندازه له حده وتلې چې د نړۍ  تولیدي ځنځير، امريکايي تصديو او د کارکوونکو ګټو ته يې زيانونه رسولي دي.

د Suniva په نوم د لمريزې انرژۍ یاده فابريکه په ۲۰۱۷ م کال کې د افلاس خپل غوښتنليک وړاندې کړی و. خو د جوبايډن حکومت د ۲۰۲۲م کال د پيسو پړسوب د کمولو  مصوبې له مخې دغه فابريکې ته مالي مرستې برابرې کړې دي. د مېرمن ايلېن موخه څرګنده ده چې د Suniva فابريکه د کورنيو تصديو د ساتلو او د کاربن کمې ايستنې په برخو کې د جوبايډن حکومت د لاسته راوړنو يوه نمونه وګرځوي.

يو انترنيټ کاروونکي پر انترنيټ پوښتنه کړې چې د چيني تصديو په هڅونې سره په نړۍ کې د لمريزې انرژۍ تاسيساتو د جوړولو لګښت کې کابو ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی چې د کاربن کمې ايستنې لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. نو ولې د چين د لمريزې انرژۍ پر تصديو دې بنديزونه ولګول شي؟ يو بل انترنيټ کاروونکي دې پوښتنې ته ځواب ورکړی او ويلي يې دي چې که په يوه ساحه کې امريکا د بازاري سيالۍ  وړتیا لري، نو د ازاد بازار تګلارې به يې پلې کړي. که دغه هېواد په دې چارو کې هېڅ غوره والی نه لري، نو  د خپلو تصدیو ساتنه  به يې غوره کړي.

که په امريکا کې له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د لمريزې انرژۍ ټول سمبال شوي تاسيسات د دغه هېواد په توليداتو بدل شي، نو لګښت به يې ۲۴ میليارډه امريکايي ډالره زيات شي.

د تش په نوم د پيسو پړسوب کمولو مصوبه په حقيقت کې د پاکې انرژۍ په اړه د امريکا تصديو ته د مالي مرستې د برابرولو په پار د جوبايډن حکومت تدبير دی چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اړوندو قواعدو څخه څرګنده سرغړونه ده. نو ځکه د کوريا جمهوريت د دغه مصوبې له نافذ کېدو مخکې ورسره سخت مخالفت څرګند کړی دی. جرمني او فرانسې هم په دې اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او څرګنده يې کړه چې د اروپا ګټې به خوندي وساتي. دغه راز چين په دې وروستيو کې په دې اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته  دعوا وکړه .

هغه وخت چې چين تازه د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب تر لاسه کړ، په دغه هېواد کې زياتې فابريکې خپلې دروازې تړلې وې، بې شمېره کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې وې. خو چينايانو په کار او ژوند کې زيارونه  ایستلي ، د هېواد د صنعتي جوړښت په تنظيماتو او نوي کولو کې یې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي چې ستر پرمختګ يې موندلی دی.

په داسې حال کې چين اوس د لمريزې انرژۍ، نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو او ليتيوم بېترۍ په نړيوال بازار کې مهم ځای نيولی دی.

امريکايي حکومت دې د خپلو تصديو تشويق وکړي چې په نړيوالې بازاري سيالۍ کې ګډون وکړي او د نوښتونو هڅونه دې وکړي. نه دا چې د مالي مرستو په ورکولو او پر سيالانو د بنديز لګولو له لارې خپلې سياسي ګټې تر لاسه کړي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In