شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د امریکا غبرګون؛ له طالبانو سره تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

اگست 27, 2019
in افغانستان
0 0

امریکا تازه ویلي چې له طالبانو سره به د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي. امریکا وايي، له طالبانو سرد سولې هوکړې لاسلیک به له افغان ځواکونو د دفاع او ملاتړ په برخه کې د امریکا پر ژمنو کوم اغېز ونه لري. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دغه څرګندونې د رویټرز د یوه راپور په غبرګون کې کړې دي.
رویټرز تېره ورځ د دوو طالب قومندانانو په حواله راپور ورکړی دی، چې امریکا به د سولې تر هوکړې وروسته د افغان ځواکونو له ملاتړه لاس واخلي. دغو طالب قومندانانو رویټرز ته ویلي وو، دا د سولې د هوکړې برخه ده، چې بهرنيان په تېره امریکایان به د افغان ځواکونو ملاتړ پرېږدي او د طالبانو یا حکومت ترمنځ جګړه کې به مداخله نه کوي. دغه طالب قومندانانو دا هم ویلي چې ډېر ژر به امریکایان پر طالب وسله والو د بریدونو د درېدو امر وکړي چې ورسره جوخت به طالبان هم پر امریکايي ځواکونو بریدونه ودروي.
طالب قومندانانو له رویټرز سره په خبرو کې په زور د حکومت د نیولو خبره هم کړې ده. دغه خبري آژانس ته یوه طالب چارواکي د نامه نه ښودلو په شرط ویلي: ((موږ به د افغان حکومت پر وړاندې خپلې جګړې ته ادامه ورکوو، موږ غواړو واک په زور له حکومته ونیسو)).
بل پلو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د رویټرز پر دغه راپور غبرګون ښودلی دی. نوموړي په تازه ټوېټونو کې ویلي، ځینې رسنۍ د پروپاګندو او بې اساسه خبرونو په خپرولو سره د سولې روان بهیر زیانمنوي. د ده په خبره، دغه ډول راپورونه اساس نه لري او امریکا به د افغان ځواکونو دفاع ته ادامه ورکوي. زلمی خلیلزاد وايي: ((په پروپاګندو پسې مه ګرځئ، زه به خبره درته واضح کړم. موږ به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوو. د سولې تر تړون مخکې مو هم د افغان ځواکونو دفاع کړې او تر تړون وروسته به یې هم دفاع کوو)).
خلیلزاد وایي، ډېر داسې مسایل شته دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ ورباندې بحث نه کېږي؛ بلکې په بین الافغاني مذاکراتو کې به خبرې ورباندې کېږي. نوموړی وايي: ((د افغانستان ټوله راتلونکې او اړوند مسایل په بین الافغاني مذاکراتو کې تر بحث لاندې نیول کېږي)).
د امریکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې روانې دي. ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ پر مهمو مسایلو هوکړې تیارې شوې دي؛ خو تر دې دمه د لاسلیک په تمه دي. بلخوا د دغو خبرو د ګونګوالي او د هوکړو په اړه د معلوماتو نه لرلو خلکو او سیاسیونو ته اندېښنې پیدا شوې دي. تازه یوه امریکايي سناتور ویلي چې امریکا دې خپل ملي امنیت د طالبانو ته په واک کې نه ورکوي. لیندسي ګراهام ویلي وو، چې طالبان لا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د جګړې وړتیا نه لري، نو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم ښايي په افغانستان کې یو ځل بیا ترهګرې ډلې د پښې ځای پیدا کړي.
روسیې هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې له طالبانو سره سوله به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب نه شي. په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي ویلي وو، په افغانستان کې یوازې طالبان جګړه نه کوي؛ بلکې ډېرې ډلې دي چې وسله یې اخیستې او یوازې له طالبانو سره په خبرو ټولې ډلې له جګړې نه په شا کېږي. هغه دا اندېښنه هم ښودلې وه، چې ښايي ځینې طالبان هم له امریکا سره د سولې هوکړه ونه مني او خپلې جګړې ته ادامه ورکړي.
له دې اندېښنو سره سره امریکا لا هم له طالبانو سره د هوکړې په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي، خو وایي، په دې برخه کې پرمختګونه ډېر دي او ډېر ژر به افغان سوله د پرمختګونو شاهده وي.

Tags: featured
Share20Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

له نيپال سره د چین د مرستندويه توکو پنځمه جوپه کتمندو ته ورسېده

سپتمبر 12, 2026

چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه وکړه

سپتمبر 12, 2026

د چین له خوا د نړیوال پرمختګ نوښت د نړۍ لپاره حياتي ځواک برابروي

سپتمبر 12, 2026

د چين د سوداګرۍ وزارت د جاسوسۍ په اړه د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې اعلان ته غبرګون وښود

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In