د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر، مارکو روبیو، او د کورني امنیت له وزیر، مارکوېن مولین، غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي. دغو وکیلانو په یوه لیک کې د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې د ټرمپ حکومت غواړي تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي. د لیک له مخې، په دغو کډوالو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او د امریکا حکومت ورسره د خوندیتوب ژمنه کړې ده. د کانګرس غړو په یاد لیک کې د ایراني وګړو د احتمالي ایستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او له ټرمپ حکومت یې غوښتي چې د افغانانو او ایرانیانو د بېرته لېږلو لپاره پلان شوې الوتنې لغوه کړي.































