د افغانستان برېښنا شرکت او د پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو. د هوکړهلیک له مخې، دواړه لوري به د انرژۍ د برابرولو او د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برېښنا خدمتونو د رسولو په برخه کې همکاري کوي. په دې لیدنه کې د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د بدخشان تر مرکز فیضاباد پورې د غځولو په اړه هم خبرې شوې دي. د پامیر انرژۍ شرکت وايي، د تخنیکي ارزونو له بشپړېدو وروسته به خپل وړاندیزونه له افغانستان برېښنا شرکت سره شریک کړي.































