شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د جګړې تر سیوري لاندې حقیقت؛ ایران او د سولې غږ

جون 18, 2025
in دریځ
0 0

په داسې حال کې چې نړۍ د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي، د ایران او اسراییلو ترمنځ روان کړکېچ او جګړې یو ځل بیا د ټولې سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښ کړی دی. د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې تولسي ګابارډ د وروستي رسمي بیان له مخې، ایران دا مهال هېڅ ډول اتومي وسلې نه جوړوي، او د دې هېواد مذهبي مشر علي خامنه‌ای له ۲۰۰۳ کال راهیسې د اتومي وسلو پروګرام لغوه کړی دی. له دې سره، لا هم اسراییلي یرغلونه، تحرېکونه او ناسمې ادعاوې د جګړې د اور لمبې لا تیزوي.
دا څرګندوي چې روانه جګړه یوازې د یوې دفاعي اړتیا پر بنسټ نه ده، بلکې د سیاسي فشار، مذهبي تعصب او سیمه‌ییزو سیالیو پایله ده. د ایران د اتومي پروګرام په اړه د امریکا استخباراتي ارزونې باید د نړيوالې ټولنې د قضاوت بنسټ وګرځي، نه دا چې د اسراییل بې‌اساسه ادعاوې نړۍ د یو بل باثباته هېواد پر وړاندې وهڅوي.
د اسراییلو لخوا د ایران پر ضد د جګړې پیلول، نه یوازې دا چې د نړیوالو اصولو خلاف دي، بلکې د سیمې د بې‌ثباتۍ سبب هم ګرځيدلې. د فلسطین پر غزې، د سوریې پر جنوب، د لبنان پر حزب‌الله، او د یمن پر انصارالله د اسراییلو بریدونه د دې لامل شوي چې ایران د خپلو متحدینو ملاتړ ته ولاړ شي. دا طبیعي غبرګون دی او له منطقي دفاعي لیدلوري څخه هم د توجیه وړ دی.
ایران د سیمې یو مهم هېواد دی چې د تاریخي، فرهنګي او ستراتیژیک موقعیت له مخې د منځني ختیځ د ثبات کلیدي عنصر ګڼل کېږي. د دې هېواد د منزوي کولو هڅې، پر وړاندې‌یې نظامي تحرېکونه، او سیاسي تبلیغات، نه یوازې دا چې سوله ټکنۍ کوي، بلکې د یو لوی نړیوال کړکېچ بنسټ ایږدي.
متأسفانه، ځینې لوېدیځ هېوادونه، د اسراییلو د بهرنیو سیاستونو تر اغېز لاندې، د ایران پر ضد ناسم معلومات خپروي. حال دا چې د امریکا د رسمي استخباراتو له مخې، ایران اتومي وسله نه لري او نه هم داسې نیت لري. نو پوښتنه دا ده: ولې بیا هم جګړه هڅول کېږي؟ ولې د سولې پر ځای په جګړو کې وینه توېږي؟
جواب ساده دی: دا جګړه د سیمې د سلطې، منابعو د کنټرول، او د مذهبي نفرت پر بنسټ روانه ده. اسراییل هڅه کوي چې د خپلو پالیسیو له مخې، ایران یو نړیوال خطر معرفي کړي، څو د خپلو جنګي تحرېکاتو توجیه ولري او نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي. خو د حقایقو پر بنسټ دا یو تبلیغاتي تکتیک دی.
په همدې حال کې، د منځني ختیځ ولسونه، که هغه په لبنان، سوریه، فلسطین، یمن یا عراق کې وي، له جګړې ستړي شوي دي. دوی سوله غواړي، نه نورې بمبارۍ، کډوالۍ او اقتصادي محاصرې. دا جګړه یوازې د اسراییل او ایران ترمنځ نه ده، بلکې دا جګړه د ټولې اسلامي نړۍ پر ضد روانه ده، او هدف‌یې دا دی چې مسلمان ملتونه له خپلواکۍ، پرمختګ او یووالي څخه محروم وساتي.
له همدې امله، نړیواله ټولنه، اسلامي هېوادونه، د بشري حقونو بنسټونه، او د سولې ملاتړي باید د ایران مشروع دریځ ته غوږ ونیسي، او د اسراییلي تجاوز پر وړاندې یو غږ شي. د ایران حق دی چې خپلې خاورې، ولس، متحدین او د خپلواکي دفاع وکړي، خو جګړه باید ختمه شي، نه دا چې پراخه شي.
هېوادونه باید د دیپلوماسۍ، تفاهم، متقابل درناوي، او بین‌المللي اصولو له لارې دا شخړه حل کړي. د جګړې دوام به یوازې د بې‌ګناه انسانانو وینې تویې کړي، د سیمې ثبات به نور هم له‌منځه یوسي، او نړۍ به له یوې نوي نړیوالې جګړې سره مخ کړي.
افغانستان چې له څو لسیزو جګړو ستړی هېواد دی، د سولې ارزښت ښه درک کولی شي. افغان ولس د سیمې له ټولو هېوادونو دا تمه لري چې د جګړې پر ځای د همکارۍ، تفاهم، او انسانیت لار خپله کړي. ځکه د جګړې پایله یوازې ناورین، بربادي او وروسته‌والی دی.
راځئ د سولې غږ پورته کړو، د حقیقتونو پر بنسټ دریځ ونیسو، او د بد رنګو جګړو پر وړاندې د عقل او انصاف مشعل روښانه وساتو.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پوتین: روسیه له اروپا سره د جګړې لپاره چمتووالی نه نیسي

اکتوبر 23, 2026

شي جين پينګ د شيځانګ په ناچوي ښار کې له زلزله ځپلو وګړيو سره د مرستې مهمې لارښوونې وکړې

اکتوبر 23, 2026

د پيسو نړيوال صندوق: د منځني ختيځ اقتصاد به ۱اعشاريه ۳سلنه کمه وده وکړي

اکتوبر 23, 2026

د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۴۰م نندارتون دويم پړاو پرانيستل شو

اکتوبر 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In