د يمن حوثي وسله والې ډلې د نومبر په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان یې شپږ ځله د بالستیک توغندیو، کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.
د يمن حوثي وسله والو په وینا، په دغو بریدونو کې د سعودي عربستان د تېلو تاسیسات، نړیوال هوايي ډګرونه او په یمن کې د سعودي د ملاتړو پوځي مرکزونه په نښه شوي دي او سعودي سرتېرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.
د حوثي وسله والو ویاند يحيی سريع وویل چې دغه عملیات د هغو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي چې سعودي عربستان مخکې د یمن په خاوره کې کړي وو.
په دې وروستیو کې د سعودي عربستان او حوثي وسلهوالې ډلې ترمنځ متقابل بریدونه زیات شوي دي. د حوثي وسلهوالو او د سعودي په ملاتړ د یمن د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه هم ورځ تر بلې سخته شوې ده.































