جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د حکومت د سولې طرحه؛ محب: د امریکا او طالبانو هوکړه افغان جګړه پای ته نه شي رسولی

اکتوبر 30, 2019
in افغانستان
0 0

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ په کابل کې د سولې د اووه ماده ییزې طرحې په اړه معلومات ورکړل. په دې وروستیو کې افغان حکومت د سولې یوه طرحه خپره کړې ده او وایي چې د دې طرحې په عملي کېدو سره په هېواد کې دایمي او با عزته سوله راتللی شي. حکومت ټینګار کوي چې له دې طرحې پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ هر ډول هوکړه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په مانا نه، بلکې د جګړې د یوه بل پړاو د پیل په مانا ده. حمدالله محب تېره ورځ پر همدې مسئله ولس ته معلومات ورکړل او د سولې طرحه یې د افغانستان د ژغورنې لار وبلله.

وروسته له دې چې د سولې لپاره د امریکا، روسیې او چین له لوري نوې هڅې پيل شوې، افغان حکومت هم په دې برخه کې خپل فعالیت وښود. ارګ د سولې په اړه د ولسمشر غني یوه طرحه خپره کړه او په هغه کې د سولې لپاره د حکومت سرې کرښې مشخصې شوې دي. تېره ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم د سولې د طرحې په اړه معلومات ورکړل. د هغه په خبره، افغان حکومت تر دې وړاندې د سولې لپاره کوم شرط نه درلود، خو اوس یې لومړی شرط دا دی چې طالبان باید د رښتینې سولې لپاره یوه میاشت اوربند وکړي.

حمدالله محب دغه راز وویل، چې د دوی د سولې هڅې او د طرحې پیل له امریکا او ناټو پيلېږي، وروسته له پاکستان سره خبرې کوو او په درېیم قدم کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې کېږي. محب وایي چې له امریکا سره به د سولې او د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې کوي او له پاکستانه به دا غواړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. هغه ټينګار کړی چې د پاکستان تر ملاتړ پرته طالبان یوه ورځ هم جګړه نه شي کولی او تر هغه چې د پاکستان ملاتړ وي، طالبان به هم جګړې کوي.

محب دغه را وایي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې باید واضح شي. ده په خپلو پرونیو څرګندونو کې په واضح توګه طالبان د پاکستان لاسپوڅي وبلل او په خبره یې، دوی د دغه هېواد د ګټو لپاره جګړه کوي. د محب په خبره، پاکستان باید د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او طالبان هم باید د سولې د تامین لپاره له پاکستان او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي. محب وايي: ((دا یوازې افغانانو ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته روښانه ده چې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي او که د پاکستان مرسته نه وي، جګړې ته دوام نه شي ورکولای. طالبان باید وضاحت ورکړي چې له پاکستان سره څه اړیکه لري. که له افغانانو سره مذاکرات کوي، نو باید افغان وژنه بس کړي)).

محب طالبان هم په څو ډلو وویشل او په خبره یې، که طالبان رښتیا سوله غواړي، نو باید ثابته کړي چې د دوی قومندانان په یوه خوله دي او ټول تر یوه کنټرول لاندې دي. هغه زیاته کړې چې طالبان د دې خبرې د ثابتولو لپاره باید یوه میاشت اوربند اعلان کړي، څو معلومه شي چې طالب قومندانان تر یوې قوماندې لاندې دي. خو د دې تر څنګ یې پر دې هم ټینګار کړی چې ځینې طالبان د جګړې پلویان دي او دغه کسان لا سر له اوسه د داعش په لیکو کې فعالیت کوي.

محب د طالبانو مشرتابه د نشه يي توکو او انسانانو په قاچاق هم تورن کړ او وایي، د افغانستان روانې جګړې ته باید مذهبي رنګ ور نه کړل شي. د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي چې ځینې طالبان واک ته د رسېدو لپاره جګړه کوي، بله ډله د پردیو په لارښوونه او ملاتړ جګړه کوي او یوه بله ډله بیا د نشه يي توکو او انسانانو په قاچاق کې لاس لري. ده ټینګار کړی چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د دایمي سولې یوازینۍ لار دا ده چې طالبان د پاکستان له ملاتړه لاس واخلي او دغه ډله مخامخ له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي.

افغان حکومت داسې مهال د سولې طرحه وړاندې کړې چې په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره اجماع رامنځ ته شوې، خو طالبان ټینګار کوي چې یوازې او یوازې له امریکا سره خبرې کوي. دوی افغان حکومت لاسپوڅی او بېواکه بولي.

Tags: featured
Share11Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In