جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د دوحې غونډه؛ طالبان او امریکا پر ځينو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي

مارچ 3, 2019
in افغانستان
0 0

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې تر دوه ورځني ځنډ وروسته پرون بېرته پيل شوې دي. د دغو خبرو په اړه پوره جزیات نه دي خپاره شوي، خو رسنۍ او طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې دواړه لوري پر ځينو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل، هغه دوه موارد دي چې طالبان او  امریکا یې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ پنځمه غونډه کې به له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو او اوربند هم بحثونه وشي، خو طالبان وايي چې په دې اړه د خبرو کول لا تر وخت مخکې دي. د دوی په باور، تر هرڅه وړاندې باید لومړی د افغانستان د جګړې بهرني عوامل ختم شي او تر هغه وروسته به داخلي عواملو ته پام کوي. طالبانو په رسمي توګه دا نه دي ویلي چې پر کومو مواردو هوکړې ته رسېدلي یا نږدې شوي دي، خو طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وايي چې د دواړو لورو ترمنځ هوکړې رامنځ ته شوې دي.

پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف، چې دمګړۍ په دوحه کې دی، وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ پر دې هوکړه رامنځ ته شوې، چې امریکايي او ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه ایستل کېږي او افغان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد پر ضد نه کارول کېږي. د نوموړي په خبره، د سولې په خبرو کې باید چټکتیا رامنځ ته شي او دواړه لوري باید تر ټاکنو مخکې یوې هوکړې ته سره ورسېږي. ضعیف وايي: ((باید د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې په شپږو میاشتو کې او تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکې پایلې ته ورسېږي. که داسې و نه شي، نو ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي)).

بل پلو ځینو نورو طالب سرچینو بیا بي بي سي ته ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په اړه د هوکړې لومړۍ مسوده چمتو ده او ټاکل شوې چې په روانو مذاکراتو کې د دواړو لورو لخوا ومنل شي. سرچینې ویلي چې دمګړۍ د مسودې پر ژباړه کار روان دی. د ملګرو ملتونو استازي او د ناروې یو پلاوی په تخنیکي برخه کې له دواړو لورو سره مرسته کوي، خو دغه راپورونه په رسمي توګه د امریکا او یا هم طالبانو له لوري نه دي تایید شوي.

طالب سرچینې وايي چې ښايي د طالبانو او امریکا ترمنځ بېرته پيل شوې خبرې، د روانې اونۍ تر پایه دوام وکړي. د دوی په خبره، په روانو مذاکراتو کې ډېر اړخونه شته چې بحث ورباندې کېږي، نو د اړینو او پر ځای پرېکړو لپاره ښایي دا خبرې د اونۍ تر پایه وغځول شي.

بل پلو حکومت بیا وايي چې د سولې لپاره د مرکچي پلاوي په ترکیب کې به تغیرات راولي. وروسته له دې چې د سولې لپاره د حکومت له لوري پر جوړ شوي مرکچي پلاوي نیوکې ډېرې شوې، حکومت هڅه پيل کړې چې دغه پلاوی بدل کړي. د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وایي، چې دوی د پلاوي په ترکیب کې د بدلون پرېکړه کړې ده او په دې برخه کې د دوی کار چټک دی.

تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې په کابل کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه ملي ټیم د جوړولو کار په چټکۍ روان دی.

Tags: featured
Share125Tweet19Share7

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In