د سعودي عربستان په مشرۍ د ګډ ایتلاف ویاند ترکي المالکي د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د يمن حوثي وسله والو له روانې میاشتې راهیسې د رياض پر نړيوال هوايي ډګر برید کړی، چې له امله يې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۳۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په دې وروستيو کې د ياد ګډ ايتلاف لومړۍ خبري ناسته وه، چې وياند یې رسنيو ته د حوثي وسله والو د بريدونو په اړه مالومات ورکړي دي.
ترکي المالکي ويلي، پر ملکي هوايي ډګرونو بريدونه نه يوازې د سعودي عربستان امنيت زیانمنوي، بلکې د نړۍ د ملکي هوايي چلند امنيت ته هم ګواښ پېښوي.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د حوثي ډلې د دې ګواښ پر وړاندې ودرېږي.































