په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرۍ شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل په دوحه کې د جرمني له شارژدافیر رولف ډیټر راینهارډ سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنهکې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، پوهنې، د خصوصي سکټور د پراختیا او اړمنو خلکو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي. د جرمني شارژدافیر له افغانانو سره د خپل هېواد د بشري او تعلیمي مرستو پر دوام ټینګار کړی او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یې د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا مهمه بللې ده.































