شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د سولې خبرې او خونړۍ جګړه؛ ځانمرګي برید په غزني ښار کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

جولای 8, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسي څېرو ترمنځ د سولې په اړه بین‌الافغاني غونډه جوړه شوې ده، خو په غزني او ځینو نورو ولایتونو کې خونړۍ پېښې شوې دي. همدا تېره ورځ د غزني د ښار سکون یوې قوي او بوږنوونکې چاودنې له منځه یوړ. سهار خلک نوي د هټیو په لور خوځېدلي وو، ښوونځیو کې تدریس پيل شوی و، چې د چاودنې بوږنوونکي غږ هر څه ګډوډ کړل. د غزني ښار یې په وینو ولاړه او ثابته یې کړه چې د جګړې غږ لا هم په ښارونو کې شته دی. طالبانو د برید مسوولیت ومانه او ادعا یې وکړه، چې د ملي امنیت ریاست پورې اړوند یو ریاست یې په نښه کړی دی.

ویل کېږي چې د ملي امنیت ریاست یو کوچنی کنډک په یوه کور کې پروت و. وسله والو طالبانو پر همدې کور د موټر بم برید کړی دی. په سیمه کې هټۍ، کورونه، ملکي ادارې او دوه ښوونځي هم وو. ښوونځي، کورونه، هټۍ او نورې ادارې په پېښه کې سختې زیانمنې شوې دي. په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د سیمې نږدې ټولو کورونو ته کم او زیات زیان اوښتی دی. د پېښې یوه عیني شاهد وویل، چې په پېښه کې د نوموړي د کورنۍ په ګډون، د سیمې د نورو کورنیو غړي هم ټپیان شوي دي. نوموړي ويلي: ((دوکان ته نوی رسېدلی وم چې لوګی پورته شو، بوږنوونکی غږ و، بېرته کور ته راغلم، د کاکا کور مې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی، څلور کسه ټپیان لرو. یو نارینه دی، دوه ماشومان او یوه ښځينه)).

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د پېښې له سیمې ۱۴۹ ټپیان وروړل شوي دي چې ډېره برخه یې ملکي وګړي دي. په پېښه کې د څلورو ملکیانو په ګډون، ۱۲ کسان وژل شوي دي. د پېښې ډېره برخه ټپیان د چاودنې سیمې ته د نږدې ښوونځي زده کوونکي دي. دوی ډېری د غزني په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ځینې یې تر لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوي دي.

وسله وال طالبان وایي چې په برید کې یې د ملي امنیت د ادارې ډېر کسان وژلي دي. خو عیني شاهدان بیا وايي چې تر ډېره ټپیان د ښوونځي زده کوونکي دي. د ښوونځي یوه زده کوونکي چې سر یې تړلی و، د لاس او مخ په برخه کې یې سخت ټپونه لیدلي وو، وویل چې پېښه خورا وحشتناکه وه. نوموړي ویلي: ((دویم درسي ساعت مو پیلېده چې ډېر دروند غږ شو، بیا نه یم پوه شوی، خو په روغتون کې په هوښ شوم، زموږ د ښوونځي ډېر زده کوونکي دلته بستر دي)).

بل پلو په قطر کې له امریکایي لوري سره د طالبانو خبرې روانې دي، خو د بین‌الافغاني کنفرانس لپاره دوه ورځې ځنډول شوې دي. د چارو ډېری شنونکي پر دې باور دي چې طالبان د امتیاز اخیستلو په خاطر دغه ډول بریدونه کوي، خو په دې توګه دوی نه شي کولی د سولې په روانه پروسه کې امتیازات واخلي. دوی ټینګار کوي چې دغه ډول فعالیتونه به د سولې هڅې زیانمنې کړي او له دواړو لورو به د خلکو کرکه ډېره کړي.

Tags: featured
Share11Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In