د سولې ولسي مجمع وايي، امریکا افغانستان اشغال کړی او باید نور خپل ځواکونه وباسي. د سولې ولسي مجمع غړو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې په افغانستان کې د امریکا حضور د اشغال په مانا دی او دا هېواد د امریکا لخوا اشغال شوی دی. دوی وايي، چې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار داده چې اشغال ختم شي. د سولې ولسي مجمع مشر سید اکبر اغا او ددې مجمع بل غړی عبدالحکیم نورزی وايي چې افغان حکومت د سولې خبرې د خپل واک د بقا لپاره کاروي او د سولې خبرو وړتیا نه لري. د سولې ولسي مجمع په امریکا او افغان حکومت غږ کوي، چې ټول افغانان سوله غواړي او باید د سولې په خبرو کې رېښتینی عمل وکړي نه شعاري. دوی وايي که امریکا په رېښتیني ډول سوله غواړي نو په ولایتونو کې د شپنې عملیات او خپل سري هوايي بریدونه ودروي.































