جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د صالح له مسوولیت سره هممهاله هم، کابل ښاریانو ارامه ورځ نه لرله

دسمبر 2, 2020
in افغانستان
0 0

تېره میلادي میاشت د کابل ښاریانو لپاره خورا خونړۍ وه. د راپورونو له مخې، په تېره میلادي میاشت کې په کابل ښار کې ګڼ بریدونه او چاودنې شوې دي چې له امله یې تر ۳۰ ډېر ملکيان وژل شوي او تر ۹۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دا پېښې داسې مهال کېږي چې د ولسمشر لومړي مرستیال د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. بلخوا حکومت د امنیتي میثاق په نامه پروګرام هم پیل کړی چې ادعا کوي له دې لارې د کابل په امنیت کې پوره بدلونونه راغلي دي.

څه باندې یوه میاشت کېږي چې د کابل ښار د امنیت مسوولیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل شوی دی. د نوموړي له لوري هر سهار د شپږنیمو جلسې ترسره کېږي او په هغه کې د کابل ولایت ترهګریزې، جنايي او نورې امنیتي پېښې ارزول کېږي. سره له دې چې د هغه له فعالیتونو سره سم په کابل کې جنایي پېښې راکمې شوې، خو امنیتي او ترهګریزې پېښې لا هم پر خپل ځای دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه باوري سرچینه وایي چې وسله والو طالبانو تېره میاشت په کابل ښار کې تر ۱۵ پورې بریدونه او چاودنې کړې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین سره له دې چې د شوو چاودنو او بریدونو د شمېر او تلفاتو په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې امنیتي ځواکونو ګڼ بریدونه او د ترهګریزو پېښو لپاره د وسله والو جوړ کړي پلانونه خنثی کړي دي. د آرین په خبره، د دې پېښو په تړاو د کابل امنیتي منسوبینو ګڼ کسان نیولي دي. هغه وايي: ((په کابل کې د موټر بمونو مخنیوی شوی، د مقناطسي ماینونو په تړاو مو هم یو شمېر کسان نيولي، هغه شبکې چې په دې برخه کې ښکېلې وې، هغوی هم دوې ورځې وړاندې ونیول شوې، خو بیا هم زموږ کار روان دی)).

سره له دې هم تېره میاشت د کابل ښاریانو لپاره خونړۍ وه. پر کابل پوهنتون ډله‌ییز ترهګریز برید وشو چې دا پېښه خورا بوږنوونکې وه او په نړیواله کچه یې غبرګونونه لرل. وسله والو داسې مهال پر کابل پوهنتون برید وکړ چې محصلین په زده کړو بوخت وو، نو له همدې امله یې تلفات هم ډېر وو. په دې پېښه کې ۲۲ محصلین ووژل شول او تر ۴۰ پورې نور ټپیان شول.

له دې پېښې څو ورځې وروسته پر کابل ښار ۲۴ توغندیز بریدونه وشول. د دې پېښې له امله هم لس ملکیان ووژل شول او تر ۵۰ پورې نور ټپیان شول. دا پېښه هم خورا ټکان ورکوونکې وه او په کابل کې یې د ګڼو سفارتونو او نړیوالو ادارو غبرګونونه له ځان سره لرل.

بلخوا د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې د کابل د امنیت مسوول دی او دغه راز د امنیتي میثاق د تنظیم په چارو کې لوی لاس لري، وايي چې امنیتي ادارو ګڼې ترهګریزې پېښې خنثی کړي او د ترسره شوو پېښو په تړاو یې هم ګڼ کسان نیولي دي. امرالله صالح په خپلو ورځنیو خپرو کړو نوټونو کې څو ځله د کابل پوهنتون د برید عاملینو د نیول کېدو خبر ورکړی، خو تر دې دمه د دغې دوسیې پایلې نه دي روښانه شوي.

د دې تر څنګ په کابل ښار کې په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ د مقناطیسي یا ځای پر ځای شوي ماین چاودنې کوي. د یوه راپور له مخې، په تېرو لسو ورځو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو لس چاودنې شوې دي. پر کابل ښار راکېټي بریدونو او دغه لسو چاودنو څوارلس کسان وژلي او ۷۰ نور یې ټپیان کړي دي. تر ډېره دغه چاودنې پر دولتي موټرو پورې د نښلولو شوو مقناطیسي ماینونو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې دي. کورنیو چارو وزارت او د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر په دې اړه هم د ګڼو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

بلخوا کابل ښاریان دلته د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي. دوی له حکومتي او امنیتي چارواکو غواړي چې ژر تر ژره دې د کابل ښار د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړي او په داسې اقداماتو دې لاس پورې کړي چې پایله یې د نا امنیو کمېدل وي.

Tags: featured
Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

سپتمبر 11, 2026

هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

سپتمبر 11, 2026

د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

سپتمبر 11, 2026

ایران د بالستیک توغندیو تولید بیا پیل کړی

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In