یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د متحدو ايالتونو له لوري پر نړيوالو مسايلو د کورنيو قوانينو پلي کول، د چين – امريکا اړيکې زيانمنوي

جون 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د امريکا د کانګريس استازو جرګې په وروستيو کې د چين – امريکا د ډيپلوماټيکو اړيکو د پيل د ګډې اعلاميې اصول نقض کړي دي. ياده اعلاميه په ۱۹۷۸ کال کې خپره شوه او پر بنسټ یې متحدو ايالتونو منلې چې د چين ولسي جمهوريت به د ټول چين اصلي او قانوني حکومت وي. د استازو جرګې د تبت – چين د شخړې د هواري د هڅونې لايحه تصويب کړه چې موخه یې د چين له ولسي جمهوريت څخه د شيځانګ کورواکې سيمې جلا کول ده.

دغه لايحه نه يوازې دا چې د چين حاکميت او بشپړتيا ننګوي، د ملګرو ملتونو د منشور د دويمې مادې اوومه فقره هم نقض کوي چې د هېوادونو په کورنيو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې پر مخنيوي ټينګار کوي. د شيځانګ د مسئلې د نړيوال کولو لپاره د متحدو ايالتونو هڅه، چې اصلاً د چين کورنۍ مسئله ده د نړيوال نظم د کمزورتيا سبب کيږي چې له شک پرته به په نړيواله کچه د خلکو له غبرګون سره مخ شي.

تاريخي مدارک ښيي چې شيځانګ له لرغونې زمانې څخه د چين د قلمرو برخه وه. د تانګ د سلسلې د شهزادګۍ وينچينګ او د تبت د پادشاه سانګسن کمپو تر منځ همغږي د چين د مرکزي او شيځانګ د سيمه ييز حکومت تر منځ د دوستانه اړيکو سمبول دی.

دا اړيکې د يوان په سلسله کې لا ډيرې سره نږدې شوې، داسې چې مرکزي حکومت د شيځانګ سيمې د چارو د تنظيم لپاره هلته رسمي حکومتي اداره جوړه کړه. د مينګ او چينګ د پادشاهيو په سلسلو کې پر شيځانګ د چين د مرکزي حکومت حاکميت او صلاحيت لا مضبوط او ومنل شول.

د تبت د خپلواکۍ ادعا چې دالايلاما او د هغه پيروانو کړې، په بشپړ ډول د تاريخي حقايقو پر خلاف ده. په حقيقت کې، حتی تر ۱۹۵۱ کال يا د شيځانګ تر سوله ييزې ازادۍ مخکې، دې سيمې د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د خپلواکۍ حيثيت نه درلود او د چين د مرکزي حکومت يوه سيمه ييزه اداره ګڼل کېده.

د چين حکومت هېڅکله د شيځانګ د تاريخ او خلکو په اړه ناسم معلومات نه دي خپاره کړي. برعکس، د چين حکومت ژمن دی چې د يادې سيمې تاريخ او کلتوري دودونه خوندي او لا ډير غني کړي.

د چين له لوري د شيځانګ د خلکو د ځپلو په تړاو د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ادعا له حقيقته ډيره لرې ده. د چين حکومت د شيځانګ سيمې د ځانګړي کلتور، ژبې، تاريخ، مذهب، ژوند ډول او چاپېريال د خونديتابه لپاره د اقداماتو يوه تولګه پلې کړې ده. په ۱۹۵۹ کال کې تر ډيموکراټيکو اصلاحاتو وروسته شيځانګ سيمې د اقتصاد، ښوونې او روزنې، روغتياپالنې او کلتور په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او د خلکو د ژوند معيار یې په باثباته ډول لوړ شوی دی.

په کلتوري برخه کې د چين حکومت د تبتي ژبې د پرمختګ او کارول کېدو کلک ملاتړ کړی دی. د تبتي ژبې د زده کړې مرکزونه او د تبتي ژبې د انتشاراتو ادارې یې جوړې کړې دي څو د شيځانګ کلتوري ميراثونه خوندي شي.

له مذهبي پلوه د چين حکومت د تبتي بودايېزم د مذهبي فعاليتونو او دودونو درناوی کوي او خونديتوب ته یې ژمن دی. د شيځانګ مذهبي سيمې او عبادتځايونه خوندي او رغول شوي دي او د قوانينو پر بنسټ د بودايانو د مذهبي فعاليتونو ملاتړ شوی دی.

د چاپېريال ساتنې په برخه کې، د چين حکومت د شيځانګ سيمې د ايکولوژيکي چاپېريال د خونديتابه لپاره ګڼ شمېر اقدامات کړي دي. شيځانګ په چين کې د مهمې ايکولوژيکي سيمې په توګه پېژندل شوې ده او حکومت پرې په دې موخه درنه پانګونه کړې چې د ايکولوژيکي چاپېريال خونديتوب یې ډاډمن شي.

په نړيوالو حقوقو کې د دې لپاره هېڅ بنسټ نشته چې د امريکا متحد ايالتونه دې د شيځانګ سيمې د برخليک ټاکلو دود تقويه کړي. د برخليک د ټاکلو د حق موخه، لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۶۲۲۵ مې ګڼې پرېکړه ليک کې تصريح شوی، اصلا د مستعمره هېوادونو د خلکو له ملي ازادي غوښتونکو حرکتونو څخه ملاتړ دی.

شيځانګ له لرغونې زمانې راهيسې د چين د قلمرو برخه ده، دا سيمه هېڅکله خپلواک دولت نه و، د مستعمرې کېدو خبره خو یې بيخي ليرې ده. پر همدې بنسټ یې د برخليک ټاکلو د حق موضوع بې بنسټه ده. د شيځانګ موضوع په بشپړه توګه د چين کورنۍ مسئله ده او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د برخليک ټاکلو حق د مفهوم په چوکاټ کې نه راځي.

د چين حکومت په شيځانګ کې د قومي کورواکۍ سياست پلی کوی او د يادې سيمې خلکو ته یې د کورواکۍ بشپړ حق ورکړی دی. د ولسي شورا په مرستيالانو او د شينجيانګ د کورواکې سيمې د خلکو د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په کمېټه کې د تبتيانو او نورو قومي لږه کيو ګڼ شمېر استازي شته او دوی د دولت او سيمې په سياسي ژوند کې مهم رول لوبوي.

د ملګرو ملتونو منشور په وضاحت سره دا تصريح کوي چې د هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی د نړيوالو اړيکو بنيادي اصل دی. پر شيځانګ سيمې د چين حاکميت او صلاحيت نه لړزيدونکی دی او هېڅ هېواد يا نړيوال سازمان د دې حق نه لري چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي. د شيځانګ مسئله د چين کورنۍ مسئله ده او بايد له نړيوال کولو یې ډډه وشي.

سره له دې چې چين د سياسي او مدني حقونو ميثاق لاسليک کړی خو تصويب کړی یې نه دی، له همدې کبله یې پر چين پلي کېدل اجباري نه دي. پر دې سربېره هم د چين حکومت د سياسي حقونو د خونديتابه په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي او په فعال ډول یې د خلکو د ژوند کيفيت او ازادۍ تقويه کړې دي.

د چين حکومت په فعاله توګه د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو د کنوانسيون په اصولو کې د خپلو ژمنو د پوره کولو هڅه او په دوامداره توګه د خپلو خلکو د ژوند معيار او د هغوی ټولنيزې ښېګڼې تقويه کوي. د چين حکومت د پاليسيو او اقداماتو د يوې ټولګې له لارې د شيځانګ سيمې  اقتصادي پراختيا او ټولنيز پرمختګ ته وده ورکړې ده. د تبتي وګړو د ژوندانه د معيارونو دوامداره لوړيدل او ټولنيز ثبات او همغږي د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو د کنوانسيون په پلېتابه کې د چين د حکومت د اغېزناکتوب څرګندونه کوي.

متحد ايالتونه بايد د نړيوالو حقوقو په توګه د خپلو کورنيو قوانينو او مقرراتو د بسته بندۍ رويه ودروي، د امريکايي ډول (سلطه پال نظام) له تقويه کولو دې لاس واخلي او له چين سره دې خپلې اړيکې په عيني او منطقي ډول تنظيم کړي.

د امريکا متحد ايالتونه یوازې په مساوي شرایطو کې د خبرو او د چين د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا اصل ته په درناوي سره د چين – متحدو ايالتونو د اړيکو سالمه او ثابته پراختيا تقويه کولی شي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In