جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ملکي مرګ ژوبلې اوج؛ په غزني کې هوایي برید ۱۳ ملکي وګړي وژلي دي

مارچ 13, 2019
in افغانستان
0 0

په دې وروستیو کې په هوایي بریدونو کې  د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. تر ننګرهار، میدان وردګو، پکتیا او لغمان وروسته، په تازه پېښه کې په غزني کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، هوایي ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په لېوانو کلي کې پر یوه مسافر وړونکي موټر هوایي برید کړی دی. عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي وایي چې په برید کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د سولې له خبرو سره هممهاله په هېواد کې چاڼيز عملیات او هوايي بریدونه اوج ته رسېدلي دي. تر ډېره ویل کېږي چې دغه هوایي بریدونه او چاڼيز عملیات د بهرنیو ځواکونو له لوري ترسره کېږي، خو په ډېری مواردو کې افغان ځانګړي ځواکونه هم په شپنیو عملیاتو کې برخه اخلي او پلټنې کوي. د همدغو عملیاتو په لړ کې په ننګرهار، میدان وردګو، غزني، لغمان او پکتیا ولایتونو کې ملکیان ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو حکومت تر دې دمه د دغو پېښو په مقابل کې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په میدان وردګو کې په تېرو دوو اونیو کې په دوو ولسوالیو کې په هوایي بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. لومړی ځل د وردګو په جلګه او دویم ځل د سیداباد په تنګي کې هوايي بریدونه وشول. په دواړو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، خو حکومت ادعا کوي چې په بریدونو کې وسله وال طالبان په نښه شوي دي. د میدان وردګو والي هغه مهال له مسیر سره په خبرو کې ویلي وو، چې دوی د پېښې د پلټنې لپاره یو پلاوی ګومارلی دی، خو تر دې دمه د دغه پلاوي د څېړنو او پلټنو پایله له رسنیو سره نه ده شریکه شوې.

په همدې لړ کې، په میدان وردګو او غزني کې د هوايي بریدونو پر ضد لاریونونه هم وشول. حکومت تر دې دمه د لاریون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه نه دي ویلي، خو لاریون کوونکي وایي چې د حکومت دا بې پروایي به دوی د توند غبرګون ښودلو ته اړ کړي.

په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله داسې مهال اوج ته رسېدلې، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر د ملکي وګړو له بوږنوونکو شمېرو پرده پورته کړه. هغه وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې ۵۱ زره ملکیان وژل شوي او تر ۹۸ زره پورې نور ټپیان شوي دي. د ده په خبره، د حکومت بې پروايي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتابه ته د ژمنو نه عملي کول، د دغه مرګ ژوبلې د لوړېدو ستر لامل دی.

د دې ترڅنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ملکي وګړو پر دغه مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وه. کرزي ویلي وو، چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي، خو له بلې خوا په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول سولې ته زیان رسولی شي. هغه پر حکومت هم غږ کړی چې نور دې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیسي، ځکه دا به فاصلې ډېرې کړي او له دغو فاصلو به دښمن د خپل ځان په ګټه کار واخلي.

Tags: featured
Share13Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

سپتمبر 11, 2026

هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

سپتمبر 11, 2026

د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

سپتمبر 11, 2026

ایران د بالستیک توغندیو تولید بیا پیل کړی

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In