د فاریاب ولایت د میمنې او اندخوی ترمنځ د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد لین د بیارغونې پروژه، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. برادر ویلي، د دې پروژې په بشپړېدو سره شاوخوا ۶۰ زره کورنیو او نورو مصرفوونکو ته د باثباته برېښنا زمینه برابره شوې ده. د یادې پروژې د برېښنا لېږد لین ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د بیارغونې چارې یې د شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان انجینرانو له لوري بشپړې شوې دي. د چارواکو په وینا، دغه پروژه به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوو ترڅنګ د صنعتي فعالیتونو، اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي.































