شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د نوماندانو شورا: د غبرګولي په لومړۍ نېټه دې ولسمشر غني واک پرېږدي

مې 15, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د غبرګولي لومړۍ نېټې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان وايي چې تر یادې نېټې وروسته د ولسمشر غني د کار دوام د قانون خلاف دی. د ولسمشریزو ټاکنو ۱۲نوماندانو چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا یې جوړه کړې، ويي چې تر نوي ولسمشر پورې باید یو موقت ولسمشر حکومت اداره کړي. دغه شورا پرون په یوه خبري غونډه کې یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې باید یو بل کس په موقته توګه اوسنی سیاسي نظام اداره کړي.

د ولسمشرۍ نوماندانو شورا پرون په خپله خبري غونډه کې له ولسمشر محمد اشرف غني دا هم وغوښتل چې د جوزا (غبرګولي) په لومړۍ نېټه واک پرېږدي او د هېواد چارې یوه سرپرست ولسمشر ته وسپاري. د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندان چې د یوې شورا په چتر کې سره راټول شوي وایي، که محمد اشرف غني غواړي د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته هم د دولت سرپرست پاته شي، نو باید د راتلونکو ټاکنو له نوماندۍ لاس په سر شي.

نوماندان وایي، د ولسمشر د کار دوام د غبرګولي تر لومړۍ وروسته د قانون خلاف دی او په خبره یې که ولسمشر د اساسي قانون خلاف خپل کار ته دوام ورکړي، دوی به د یوې اجماع له مخې د دولت د سرپرست د ټاکلو تکل وکړي. دوی وایي، له ګوندونو، نوماندانو، علماوو او ملي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار او بشري حقونو کمېسیونونو، مدني ټولنو، ښځو او حقوقپوهانو له شبکو یوه جوړه شوې اجماع به د دولت د سرپرست ټاکلو ته مټې راونغاړي.

د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي یا جوزا په لومړۍ نېټه، تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته پای ته رسېږي. د افغانستان اساسي قانون همدا راز وایي، ولسمشریزې ټاکنې باید د ولسمشر د دندې تر پای ته رسېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې ترسره شوې وي، خو حکومت د ستونزو او فساد له امله بریالی نه شو چې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي، له دې امله سترې محکمې د ولسمشر غني د کار دوام د راتلونکي ولسمشر تر راتګ پورې غځولی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان بیا وایي چې سترې محکمې د قانون خلاف کار کړی او ولسمشر غني ته نه ده په کار چې د کار په دوام سره یې په هېواد کې نوو ستونزو ته لمن ووهي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان او د نوماندانو د شورا غړي، حنیف اتمر وویل، چې که ولسمشر په غیر قانوني توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوي، نو په هېواد کې به نوې ستونزې را ولاړې کړي.

بل پلو ارګ بیا د نوماندانو پر دغه کار څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي نوماندانو ته د اساسي قانون د لوستلو سپارښتنه کړې ده. بل ویاند یې هارون چخانسوري بیا ویلي چې د اساسي قانون تفسیر د سترې محکمې صلاحیت دی او د افغانستان سترې محکمې د هېواد حالاتو او وضعیت ته په کتو دا پرېکړه کړې چې ولسمشر غني به د نوي ولسمشر تر راتګ پورې خپلې دندې ته ادامه ورکوي. د چخانسوري په خبره، د سرپرست ولسمشر ټاکل او یا دې ته ورته د کوم جوړښت رامنځته کول د اساسي قانون خلاف عمل دی او په خبره یې هر څوک په خپله خوښه او د خپلو ګټو لپاره اساسي قانون نه شي تفسیرولی. نوموړي د نوماندانو د شورا طرحه هم د اساسي قانون خلاف بللې ده.

درې اونۍ وړاندې سترې محکمې پرېکړه وکړه چې له مخې یې ولسمشرغني د راتلونکي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې په خپل ځای پاتې کېږي. د ولسمشرۍ نوماندانو پخوا هم د سترې محکمې دغه حکم غندلی وه. ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي او تر هغه به ولسمشر غني د دولت چارې اداره کوي.

Tags: featured
Share14Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In